په کابل کې پلي ځانمرګي ۱۵ افغان پوځي زدکوونکي ووژل
۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبهاعلان
د افغانستان د دفاع د وزارت وياند، دولت وزيري، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «د ماسپښين پر مهال کله چې داسې يو کوچنی بس چې پوځي زدکوونکي يې لېږدول، له پوځي اکاډمۍ څخه راووت، يوه پلي ځانمرګي بريد کوونکي هغوی په نخښه کړل چې ۱۵ تنه يې وژلي او څلور نور تنه يې ټپيان کړي دي.»
دا په دې توګه په افغان پلازمېنه کابل کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې دويم ځانمرګی برید وو او د سه شبنې ورځې راهيسې اووم لوی بريد وو چې تر سره کيږي.
په دې سره د ټول ټال مړو شمېر له دوو سوو څخه اوړي چې په سلګونو نور انسانان ژوبل شوي هم دي. د مرګونو بريدونو ډېروالی په هېواد کې پر خرابېدونکي امنيتي وضعيت باندې دلالت کوي.
دا د سه شبنې ورځې راهيسې پنځم ځل هم وو چې اورپکو د افغانستان پر امنيتي ځواکونو باندې مستقيم بريدونه وکړل.