1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرګو بریدونو ۳۰ کسان وژلي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په کابل کې ځانمرگو بریدونو نژدې ۳۰ کسان وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دی. دغي ډلي په دې وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

انځور: Reuters/O. Sobhani

د پغمان ولسوال موسی رحمتی، ویلي دي چې د پنجشنبې ورځې بریدونه د کابل د لویدیځ په شل کیلومتري کې ترسره شوي دی.

د رحمتي په خبره بریدونه د پولیسو پر تازه فارغ شویو غړو ترسره شوی دی چې له میدان وردگ ولایت څخه کابل ته په رخصتۍ روان ول. بریدونه پر هغو سرويسونو باندي شوي دي چې دغه پوليس پکښې سپاره ول.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې د پیښې په اړه څېړنې روانې دي. هغه د پیښې د رامنځ ته کیدو سیمه تائید کړې ده.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي بریښنا لیک کې د برید پړه منلې ده.

د خبر نور جزئیات لږ وروسته.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب