په کابل کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبهد کابل امنيتي چارواکو ويلي دي چي د ښار په شمالي څنډه کې یوه ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي او ډير نور ټپیان کړي دي. دغه ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې په ځینو سیمو کې لا هم د رای ورکولو لړۍ ادامه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې دغه ځانمرګی برید د رایې اچونې یوه مرکز ته څیرمه شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي همدا راز وویل چې په دې پیښه کې ۶۰ تنه نور کسان بیا ټپیان دي چې په دې ډله کې اته تنه یې پولیس سرتیري دي.
په عین حال کې د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد بیا د پیښې په هکله وویل چې ځانمرګی بریدګر د پولیسو له خوا وپیژندل شو او مخکې له دې چې ځان په کابل کې د رایې اچونې یوه مرکز ته داخل کړي، خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي ول چې د ټاکنو اړوند د تاوتریخوالي په پیښو کې ۱۳۰ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ډیری تلفات په پلازمینه کابل کې رامنځ ته شوي. تر وروستي چاودنې مخکې، په کابل ولایت کې د امنیتي پیښو له کبله د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کیدو او ۷۸ نورو د ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې پر ټاکنو باندې د بریدونو ګواښ کړی وو.