1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې څلورو چاودنو څلور تنه ملکیان ټپي کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د چارواکو په خبره د کابل ښار په شمالي برخو کې د څلورو بمونو له ډلې څخه یو یې د کثافاتو د یوه سطل لاندې او درې نور د سړک پر غاړې ځای پر ځای کړل شوي وو چې د چاودنې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه ټپیان کړي دي.

Afghanistan Kabul Nach Explosion
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۱مه نیټه) چارواکو وویل چې د کابل ښاري په شمالي برخو کې څلور چاودنې شوې دي چې له کبله یې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي. چارواکو وویل چې د څلورو بمونو له ډلې څخه یو یې د کثافاتو تر سطل لاندې، او درې نورې یې د سړک پر غاړې باندې ځای پر ځای کړل شوي وو.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یاد چاودنو په هکله وویل چې د سړک غاړې ماینونه د ۱۰ او ۲۰ مترو په فاصله کې ځای پر ځای کړل شوي وو. د نوموړي په خبره په ټپیانو کې یوه ۱۲ کلنه ماشومه هم شامله ده او دا چې پولیس د چاودنې په سیمه کې پلټنې کوي.

تر اوسه پورې د دغو بمي چاودنو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او د چاودنو اصلي هدف هم تر اوسه پورې معلوم نه دی. په کابل او شاوخوا سیمو کې طالبان او داعش ډله فعالیت لري او وخت نا وخت په کابل ښار کې پر پوځي او ملکي اهدافو بریدونه او بمې چاودنې کوي.

د تیرې یکشنبې په شپه د کابل ښار په غربي سیمه کې د دوو لاسي بمونو د چاودنې سربیره کابل ښار د تیرو اوو ورځو په ترڅ کې د یو شمیر کوچنیو بریدونو شاهد وو. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې په کابل کې ښار کې یادو لاسي بمي چاودنو ځاني زیان نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه حکومت او طالبانو د یو بل یو شمیر زندانیان هم آزاد کړي دي. حکومت وايي چې تر اوسه پورې یې په څو پړاونو کې د طالبانو ۱۰۰۰ تنه زندانیان آزاد کړي دي او طالبانو بیا تر اوسه پورې د ۳۰۰ تنو زندانیانو آزادیدل تائید کړي دي.

طالبان بیا وايي چې دوی هم تر اوسه پورې د افغانستان د حکومت د پوځ او امنيتي ادارو ۲۲۵ تنه پرسونل له خپلو زندانونو آزاد کړي دي، داسې یوه موضوع چې حکومت تر اوسه تائید کړې نه ده.

اې پي/ا.خ.ح./ا.و.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب