1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودنه او ډزې شوې دي

۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبه

افغان پلازمېنه کابل کې لږ وړاندې چاودنه شوې چې ورپسې ډزې هم اورېدل شوې دي. دغه پېښه د مخابراتو وزارت ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

Breaking News Paschtu

د پوليسو يوه وياند ويلي دي چې چاودنه يوه لوی هوټل او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته څېرمه رامنځ ته شوې ده. په چاودنې پسې په ياد ځای کې ډزې هم اورېدل شوې دي. د بي بي سي په حواله د بريد هدف د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وو. دغه پېښه د کابل ښار له ګڼې ګوڼه ډکه يوه برخه کې رامنځ ته شوې ده. د پېښې د جزياتو او تلفاتو په هکله تر اوسه پورې دقيق معلومات نه شته. نور معلومات به وروسته خپاره شي.  

 

rtr/ns/sn

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل