په کابل کې چاودنه شوي
۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه![Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier](https://static.dw.com/image/50068207_800.webp)
د آلمان خبري آژانس له اسلام آباده ليکي چې دغه چاودنه د کابل ښار د پولیسو د ۱۳مې حوزې په مربوطاتو کې چې یوه هزاره میشته سیمه ده، شوې ده. یاد آژانس دغه معلومات د «اطلاعات روز» ورځپاڼې په حواله ورکړي دي.
لومړني معلومات ښيي چې دغه چاودنه د یو خودسازي ماین یا په کور کې په لاس د جوړ شوي ماين ده. ويل شوي چې په چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي خو نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
طالبان چې څه باندې يوه میاشت مخکې يې د افغانستان واک په لاس کې ونیو، د تیرو دوو لسیزو په جريان کې يې د پخواني حکومت ضد جګړه کې د ورته تکتیکونو څخه کار اخیستلی دی.
طالبانو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي او په سملاسي توګه کومې ډلې يې مسئولیت هم نه دی منلی.
تر دې وړاندې د کابل ښار په هزاره ميشته سيمو کې د يو شمیر حملو مسئوليت د اسلامي دولت يا داعش ډلې منلی دی.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ په پای کې زیاته شوې چې داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده.