په کاسپين سمندر گي کي د روسيې پوځي مانورونه
۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سهشنبهپه هغه بيانيه کي چي د دوشنبې په ورځ د روسيې د دفاع وزارت له خوا خپره سوې ده، راغلي دي چي په کاسپين سمندر گي کي د پوځي مانورونو د پيلېدو له پاره جنگي کښتۍ عملياتو ته تياري سوي دي.
په وينا پاڼه کي راغلي دي چي په دغو مامورونو کي به پر مځکي، اوبو او هوا کي هدفونه ويشتل تمرين سي.
په سوريه کي د روسيې جنگي عملياتو ته په کتو سره په کاسپين سمندر گي کي د روسيې دغه مانورونه ډېر ارزښت لري. د روسيې پوځ په لومړي وار د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه له کاسپين سمندر گي څخه پر سوريې باندي ۲۶ کروز توغندي وتوغول.
دغه توغندی چي له ۴ جنگي کښتيو څخه وتوغول سول، د ايران پر خاوري سوريې ته تېر سول.
کاسپين سمندر گی د روسيې، ايران، آذربايجان، ترکمنستان او قزاقستان گډ دئ، تر اوسه پوريې ئې د اوبو سرحدونه مشخص سوي نه دي.
په کاسپين سمندر گي کي روسيه او ايران سمندري ځواک لري نور پاته درې هيوادونه اوس د سمندري ځواکونو د جوړېدو په لټه کي دي.