1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کالیفورنیا کې پر کنیسې برید ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۸, یکشنبه

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سن دیاګو ښار په څنډه کې پر یوې کنیسې د برید په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ټپیان شوي دي. د امریکا ولسمشر دا برید غندلی او ویلي یي دي چې برید له یهودانو سره د کرکې پر بنسټ شوی دی.

USA Kalifornien Schüsse in Synagoge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Poroy

د یهودانو د پسح يا فطير اختر په وروستۍ ورځ ( شنبه، د اپریل ۲۷) یو وسله وال بریدګر د کالیفورنیا ایالت په یوه کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) کې پر حاضرو کسانو ډزې وکړې. په دې پيښه کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ټپیان دي.

د آلمان خبري آژانس د کالیفورنیا د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه برید د شنبې ورځې تر غرمې مخکې د سن دیاګو ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوی او بریدکوونکی يو ۱۹ کلن ځوان وو چې نیول شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې په یوه انتخاباتي غونډه کې د ګډون له پاره ویسکانسين ایالت ته سفر کړی وو، د یهودانو پر کنیسه برید «د کرکې د انګیزې له مخې رامنځته شوی جنایت» وباله.

په ظاهره کې بریدګر تر ډزو وروسته د پيښې له ځای څخه تښتیدلی او لږ وروسته یي ځان پولیسو ته تسليم کړی دی.

خبري سرچينو د سیمه ایز پولیسو د مشر بیل ګور، په حواله رپوټ ورکړی دی چې په ټپي شویو کسانو کې یو تن د کنيسې راهب دی. د ټپیانو حالت د اندښنې وړ نه دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله دغه برید په پنسلوانیا ایالت کې د پیتسبورګ پر کنیسې تر برید دقیق شپږ میاشتې وروسته ترسره شوی چې د پيتسبورګ پيښه په امریکا کې د یهودانو ضد تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي. په هغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي وو.

د «کرکې پر بنسټ د جنایتونو» زیاتوالی

دونالد ترمپ د قربانیانو له کورنۍ سره د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ د شنبې ورځې برید یو کرکجن عمل بللی او ټينګار یي کړی دی چې باید پر «یهود ځورونې او کرکې» غلبه ترلاسه شي.  

د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې (FBI) د ارقامو له مخې په دې وروستیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د کرکې او نفرت د انګیزې له مخې ترسره کیدونکي جنایتونه مخ پر ډیریدو دي. دا ډول پيښې په ۲۰۱۷ م کال کې تر هغې د یوه کال مخې په پرتله ۱۷ سلنه ډیر شوي دي.

په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکې د انګیزې له مخې ۷۱۷۵ پيښې ثبت شوې وې چې په هغو کې ۱۶۷۹ یي د مذهبي انګیزې پر بنسټ ترسره شوي وې. د دغو پيښو څه باندې ۵۸ سلنه يې د یهودي ضد انګیزې او نږدې ۱۹ سلنه یي د مسلمانانو پر ضد ترسره شوي دي.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب