د فرانسې په شمال کالې سيمه کي د «څنگل کمپ» چي ډېر غير قانوني مهاجر پکښې مېشت دي تخليه کول پيل سول. په دغه کمپ کي ډېر افغان مهاجر هم له مياشتو راهيسي بريتانيا ته د تگ په تمه ول.
اعلان
د فرانسې په شمال «کالې» سيمه کي د مهاجرو غيرقانوني کمپ تخليه کول په رسمي ډول پيل سول. دغه کمپ ته نژدې فرانسوي چارواکو د راجستر يو مرکز جوړ کړی. په دغه ځای کي به مهاجر پوښتل کيږي چي کوم مهاجر کمپ ته تلل غواړي.
د ځنگل کمپ مهاجر کولای سي چي په فرانسه کي د مهاجرو له پاره له ۴۵۰ کمپونو څخه یو ځان ته وټاکي او هلته ولېږدول سي.
ددغه راجستر پرمهال د مهاجرو د پناه غوښتنه نه، بلکي يوازي د هغوی نوم او هغه ځای چي په فرانسه کي دوی غواړي ولاړ سي، ثبتيږي.
په پام کي ده چي په راتلونکو دوو درو ورځو کي به له دغه غيرقانوني مهاجر کمپ څخه نژدې ۶۵۰۰ مهاجر چي له مياشتو راهيسي بريتانيا ته تيريدو په تمه ئې شپې او ورځي تيرولې، نورو قانوني مهاجر کمپونو ته انتقال کړي.
چارواکو ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ به لا په دغه سيمه کي د مهاجرو د خېمو او کوډلو په ټولو پيل وکړي.
په ځنگل کمپ کي مهاجر په خېمو او تر شنه اسمان لاندي شپې تيرولې. د فرانسوي چارواکو په خبره د هوا په يخېدو سره کيدای سي په دغه کمپ کي يو بشري ناورين رامنځ ته سي.
په دغه غيرقانوني کمپ کي ډېر مهاجر افغانان، سوريايان او د ايريتريا وکړي دي. د دوی ډېری غواړي چي په قاچاقي توگه يا د «يورو تونل» او يا هم په لاريو موټرو کي بريتانيا ته ځانونه ورسوي.
د فرانسې چارواکو ويلي دي چي که له ځنگل کمپ څخه مهاجر پخپله خوښه نورو مهاجر کمپونو ته ولاړ نه سي، نو په زور سره به خپلو هيوادونو ته بيرته ولېږل سي.
د شنبې ورځي په ماښام په دغه کمپ کي ځينو مهاجرو د فرانسې د هغي پريکړي پر وړاندي چي کمپ تخليه کوي، اعتراض وکړ. دوی پر پوليسو ډبري و اورولې او پوليسو بيا اوښکن گاز استعمال کړ.
په کالې سيمه کي د «ځنگل کمپ» تخليه کولو له پاره نژدې ۱۲۵۰ پوليس گومارل سوي دي.
نور مطالب
د کاله په کمپ کي د مهاجرو حالت
د کاله په نامه مهاجرو کمپ کي عصبانیت وار په وار زیاتیږی. د فرانسې حکومت غواړي د نوموړي کمپ او یورو تونل ترمنځ چي بريتانيا ته ځي، یوه حایله سیمه جوړه کړي، خو کډوال د دغه کار په مقابل کي خپل مقاومت ښيي.
انځور: DW/D. Cupolo
تر جبري انتقالولو مخکي
داوطلبه کسان له مهاجرو سره د سرپناهوو په انتقال کي مرسته کوي. مخکي تر دې چارواکو له مهاجرو غوښتي ول چي د حایلي سیمي د رامنځته کولو له پاره ځای خالي کړي. دغه سیمه به د يورو تونل له خوا هغه لار بنده کړي چی ډېر مهاجر غواړي له هغه ځايه ځانونه بريتانيا ته ورسوي. یو داوطلب کس وايي چي موږ د کډوالو ملاتړ کوو، څو حیثیت یې وساتل سي.
انځور: DW/D. Cupolo
د اوبو لار او نور امکانات
د يورو تونل ته نژدې ولاړي خیمې. له دغه ځايه په وارو وار مهاجر هڅه کوي نقلیه وسایلو ته ځانونه واچوي او بریتانيا ته ورسیږي. پولیس په هر صورت هڅه کوي چي د هغو مخه ونیسی. یو ځوان سوریايي وايي چي اول پلان مي دا دی چی د یوې لارۍ په واسطه ځان بريتانيا ته ورسوم. دوهم پلان د ریل له لاري او دریم پلان مي د بیړۍ په واسطه د اوبو له لاري دی.
انځور: DW/D. Cupolo
په عاجل ډول د ځان ژغورنه
د تیري پنجشنبې په ورځ د حایل زون جوړولو کار پیل سو. دا چي څه وخت به د مهاجرو پاته سرپناوي په بشپړه ډول انتقالیږي، تر اوس لا معلومه نه ده. خو مهاجر باید په هر صورت له دې ځايه ولاړ سي. هغوی د داوطلبه کسانو په مرستو تر سلو زیاتي سرپناوي انتقال کړي دي. نورې ۴۰ غیر رسمي سرپناوي هم وراضافه سوي دي.
انځور: DW/D. Cupolo
د نورو خیمو له پاره نوی ځای
له کاله کمپ څخه د ملاتړي سازمان غړي هڅه کوي چی د خیمو د درولو له پاره نوې ساحه د وچو وښو او کثافاتو څخه پاکه کړي. د روټ بوگیوت په نامه یوه داوطلبه وايي، کله چي ما په افغانستان کی ژوند کاوه نو د هغو ډیره مېلمه پالنه می ولیدله، اوس غواړم چي د هغې یو څه عوض ورکړم.
انځور: DW/D. Cupolo
د نامعلومي ورځي په تمه
د ۱۵۰۰ او ۴۵۰۰ تنو ترمنځ مهاجر د انتقال له خطر سره مخامخ دي. ځیني بیا يوازي انتظار باسي. د سیف الله برات په نامه یو افغان وايي چي زه به خپله سرپناه بل ځای ته انتقال نه کړم. هغه چي له څلورو میاشتو راهیسي د کاله په کمپ کي اوسیږي، زیاتوي، که پولیس ما دې کار ته مجبور کړي زه به یې مخنیوی ونه کړم.
انځور: DW/D. Cupolo
د گوتو لگول؟ نه مننه!
چارواکي غواړي کاله ته نژدې یو بل کمپ هم جوړ کړي. د کانتینرونو په دغه کلي کي به ۲۰۰۰ کسان ځای پر ځای سي. ډیر مهاجر نه غواړي چي هلته ورسي، ځکه مخکي تر هغه باید د خپلو گوتو نخښي ورکړي. د دوی په نظر، هغوی ښايي په دې ډول په فرانسه کي پاته کیدو ته مجبوره سي او د خپلي خوښي هیواد بریتانیا ته ولاړ نه سي.