همدا راز څه د پاسه ۲۲۰ زره کسانو بیا د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، او لامل یې هم په هوا کې د اورلګېدنې په نتيجه کې رامنځته شوي ذرات او لوګي یاد شوي دي.
د دې څیړنې له مخې د هوا د ککړتیا له امله د ټولو ۱،۵۳ملیون مړینې ۹۰ سلنه څخه ډیر په ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې پیښ شوي چې نږدې ۴۰ سلنه یې د افريقا د جنوب په صحرا کې ثبت شوي.
د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم او هغه ځایونه چې باران په کې نه کیږي
په دې انځوریز رپوټ کې تاسې ته د ځمکې پر مخ هغه ځایونه در پيژنو چیرې چې باران نه کیږي او په ځینو برخو کې خو یې د تالابونو د اوبو د حرارت درجه د سانتي گرید ۱۰۸ درجو ته رسیږي.
انځور: Carl Court/Getty Images
د مرګ صحنه
د ایتوپیا په عفر سیمه کې د مالکې کانونه او کندې د قیامت له منظر څخه کم نه دي. د ډینیکل ډپریشن په نوم دا ځای د ایتوپیا او اریتیریا په سرحد کې واقع دی. دا د ځمکې پر مخ یو له تر ټولو ګرمو او نا خوندي ځایونو څخه دی. دلته د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګریدو څخه هم پورته ثبت شوې ده. دلته باران نه کیږي.
انځور: MICHELE SPATARI/AFP
دلول هائیدروتهرمل سیستم
دلول په نړۍ کې یو له تر ټولو غیر معمول هایئدرو تهرمل سیمو څخه شمیرل کیږي. سیلانیان دلته موجود د لیدو وړ سلفر لرونکو چینو د لیدو له پاره په جیپونو کې راځي. سیمه ایز خلک د اوښانو په وسیله سفر کولو ته ترجیح ورکوي. د «دلول» کلیمه عفر قبیلې کشف کړی دی چې د «تحلیل» معنا ورکوي.
انځور: Norbert Eisele-Hein/picture alliance
ډیر ستړی کوونکی کار
په ایتوپیا کې د داناکل ډپریشن په نوم ځای د مالګې له معدن څخه ډیر غني دی. دې ته سپينه طلا هم ویل کیږي، چې د عفر قبیلې د سیمه ایزو خلکو د روزګار یوه وسیله هم ده. دوی له دې ځایه مالګه را اوباسي او په سیمه ایزو بازارونو کې یې پلوري. دا ډیر سخت او زیرونکی کار دی.
انځور: Carl Court/Getty Images
سا اخیستل هم ستونزمن
په ۱۹۲۶م کال کې د دلول اورشيندنې د چاودنې په نتیجه کې دلته عجیب و غریب تغیرات ولیدل شول. د اورشیندې له کبله دلته موجود د مالګې ذخیرې تر ۳۰ مترو پورې را پورته شولې. دلته په پرله پسې ډول زلزلې کیږي چې د سلفر ډنډونه فعالوي او هرې خوا ته د خثا شوو هګیو په شان بدبویي خپره وي.
انځور: MICHELE SPATARI/AFP
حیرانونکی منظر
دلته ګرمې اوبه د ځمکې سطحې ته د را وتلو په خاطر د تیږو له مختلفو طبقو څخه باید تیر شي. په دې بهیر کې سلفر، اوسپنه او مالګه هم د ځمکې سطحې ته راپورته کیږي. له دې عمل سره زیړ، سور او سپين رنګه مواد هم راپورته کیږي، چې په لیدو کې ډیر په زړه پورې معلومیږي.
انځور: Gilles Barbier/picture alliance
دلته ژوند ناممکنه دی
په ۲۰۱۹ م کال کې د ترسره شوي یوې څیړنې څخه معلومه شوې چې د دلول سیمې په اوبو کې ژوند ناممکنه دی. دلته د پي ایچ لیول دومره کم دی چې ډیر مقاومت ښوونکو میکروبونه هم په کې ژوند نه شي کولی. تاسې اټکل وکړئ چې دلته د اوبو د حرارت درجه د ساتني ګرید تر ۱۰۸ پورې لوړه وي.
انځور: MICHELE SPATARI/AFP
د لاوا تالاب
د ایرتا ایلي په نوم اورشیندی (آتش فشان) د داناکل ډپریشن په سیمه کې موقعیت لري. دا په نړۍ کې یو له هغو شپږو اورشیندو غرونو څخه دی، چیرې چې د لاوا ډنډ یا تالاب موجود دی. دغه اورشیندی د ۶۱۳ مترو په لوړوالي کې واقع دی. سیلانیان په دې اورشیندې کې د لاوا تالاب د لیدلو په خاطر له ډیرو ستونزمنو لارو څخه تیریږي.
انځور: Gilles Barbier/picture alliance
ګرمه رخصتي
که ستاسې ډیره ګرمه هوا خوښه وي، نو د عفر سیمه کیدای شي ستاسې د رخصتیو له پاره یو ډیر ښه ځای وي. دلته په کلني حساب د حرارت درجې اوسط د سانتي ګرید ۳۵،۶ درجې وي. دا زمونږ پر ځمکه تر ټولو ګرم ځای دی. د دې سیمې ډيره برخه د سمندر له سطحې څخه ۱۲۵ متره ټيټه ده.