1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاپیسا کې د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

د افغان چارواکو په وینا په کاپیسا ولایت کې پر یوه موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودنې له کبله د دو ماشومانو په گډون شپږ کسان وژل شوي دي. په پيښه کې د دوو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

Karte Afghanistan Provinz Kapisa Deutsch
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي، له قوله لیکلي دي چې دغه پيښه د سه شنبې په مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د سړک غاړي ماینونه زیاتره مهال د یاغیانو له لوري ایښودل کیږي، څو د افغان ځواکونو د حرکت او پرمختګ مخه ونیسي. خو ډیر ځلي ملکي وګړي د دغو ماينونو قرباني ګرځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما له لوري په جولای میاشت کې په خپاره شوي رپوټ کې راغلي ول چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې۲۰ سلنه ملکي تلفات د ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکو له کبله رامنځ ته شوي ول.

د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتې تر۳۰مې نېټې پورې ۱۴۰۰ انسانان وژل شوي او ۲۵۰۰ ټپیان شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل