په کاپیسا کې هم سېلابونه سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه![Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen](https://static.dw.com/image/54701412_800.webp)
افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اگست مياشتې ۲۷) تائيد کړې چې د کاپيسا، پنجشير، وردک او کابل ولايتونو يو شمير ولسوالۍ سېلابونو اغيرمنې کړي دي.
د کاپيسا ولايت د پوليسو يوه ویاند وويل چې په دغه ولايت کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي خو د لټون او ژغورنې عمليات لا دوام لري.
په افغانستان کې طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزير د آلمان خبري آژانس ډي پي آې ته وويل چې دغه شميرې نورې هم لوړيدلې شي ځکه چې د ژغورنې عمليات لا روان دي او د هغو کسانو د را ايستلو هڅه کوي چې په خټو او يا د کورونو ورانیدو له کبله په ويجاړيو کې بند پاتې دي.
د دې تازه سېلابونو په اړه خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې د چهار شنبې په ورځ په پروان کې سېلابونو تر ۱۰۰ زيات کسان وژلي ول. د چارواکو په حواله په دغه ولايت کې تر۵۰۰ زيات کورونه وران شوي دي.
په افغانستان کې تېر ميلادي کال هم سختو سېلابونو ډېر زيان اړولی وو. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې د معلوماتو په حواله د دغو سېلابونو له کبله لس زره کورونه ويجاړ شوي ول او تر۱۸۰ زرو زيات کسان اغیزمن شوي ول.
bs/nz (dpa)