1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه بريد دوه چينايان وژلي

۱۴۰۳ مهر ۱۶, دوشنبه

په کراچۍ کې تېره شپه د چينايي وګړو پر کاروان د بريد پړه چې دوه چینایان پکې وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي، د بيلتونپاله بلوڅانو وسله والې ډلې منلې ده. برید داسې مهال کیږي چې پاکستان د شنګهاي کنفرانس کوربتوب ته امادګي نیسي.

کراچۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه
د «بلوچ ليبرېشن آرمي» ډلې وياند جنېد بلوڅ، د دوشنبې په ورځ وويل چې د دوی ځانمرګي بريدګر د چينايي انجينرانو او پانګوالو يو کتار له هوايي ډګړه تر وتلو وروسته په نخښه کړی دی.انځور: Mohammad Farooq/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د ستر بندري ښار کراچۍ د هوايي ډګر دباندې د بېلتونپاله بلوڅ وسله والې ډلې «بلوچ ليبريشن آرمي» (BLA) دا بريد په هېواد کې پر چينايي اتباعو تازه خونړی برید دی او په داسې حال کې شوی دی چې پاکستان يوه اوونۍ وروسته د شنګهايي د همکارۍ سازمان د يوې غونډې کوربتوب کوي.

د شنګهايي د همکارۍ سازمان يو امنیتي سازمان دی چې د لویدیځ ائتلاف د نفوذ راکمولو په موخه چين او روسیې رامنځته کړی دی.

د بريد په اړه ضد و نقيض معلومات

په پېل کې پاکستاني چارواکو د پیښې په تړاو ضد و نقيض معلومات ورکړي ول او دې ته یې اشاره کړې وه چې چاودنه ښايي د تېلو د يوه ټانکر له کبله رامنځ ته شوي وي خو وروسته بيا پوليسو د بمي بريد خبر تائيد کړ.

د پاکستان خبري چینلونو بیا د يوه موټر ويډيوګانې خپرې کړي چې د اور لمبو کې سوځي او دود ترې راپورته کيږي. تر پیښې وروسته پوليسو او عسکرو سيمې ته د خلکو د تګ راتګ مخه نيولې ده.

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۷) د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو په دې اړه پلټنې پېل کړي دي چې بريدګر څرنګه د پاکستان دې تر ټولو ستر ښار ته رسېدلي دي.

په ټپيانو کې پوليس هم شامل دي چې د چينايي وګړو دا قطار یې د هوايي ډګر په سیمه کې بدرګه کاوه.

بېلتونپاله بلوڅ وسله والې ډلې د بريد پړه منلې

د «بلوچ ليبرېشن آرمي» ډلې وياند جنېد بلوڅ، د دوشنبې په ورځ وويل چې د دوی ځانمرګي بريدګر د چينايي انجينرانو او پانګوالو يو کتار له هوايي ډګړه تر وتلو وروسته په نخښه کړی دی.

بلوچ ليبرېشن آرمي په اصل کې په بلوچستان کې فعاله ډله ده خو په دې وروستیو کلونو کې یې د پاکستان په نورو برخو کې پر بهرنيانو او همدا راز امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

03:05

This browser does not support the video element.

په اسلام آباد کې د چين سفارت پر خپلو اتباعو د بريد خبر تائید کړی دی. د چین سفارت له لوري ویل شوي دي چې د «پورټ قاسم بريښنا شرکت» د پروژې د کارکوونکو پر کتار د سيمې پر وخت د شپې يولس بجې بريد شوی دی.

د سفارت له خوا زياته شوې چې دوه چينايي اتباع وژل شوي او يو ټپي شوی دی. سفارت د پاکستاني تلفاتو په اړه هم خبر ورکړی خو د شمیر په اړه یې جزئيات نه دي په ډاګه کړي.

پاکستاني چارواکو «دا د کرکې وړ ترهګریز بريد» غندلی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا بريد غندلی دی او ویلي یې دي چې د «کراچۍ هوايي ډګر ته نیږدې دا يو د کرکې وړ ترهګریز بريد» وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زياته کړې چې په بريد کې يو چينايي وګړی ټپي شوی دی: «موږ د چينايي او پاکستاني قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي او تسليت شريکوو او د ټپيانو د ژر تر ژره رغېدو دوعا کوو.»

د دغه وزارت په اعلاميه کې زياته شوې: «موږ ژمن يو چې د دې بزدلانه بريد عاملين به ځواب ويلو ته راکش کړل شي.»

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، هم ويلي دي چې دې بريد شوکه او خواشينی کړی دی.

نوموړي وويل چې «بريدګر د پاکستان دښمنان» دي او ژمنه یې وکړه چې عاملين به جزا وويني. 

په پاکستان کې په زرونو چينايي کارګر د چين د حکومت د يوه سړک او يوه کمربند د پروژې په ترڅ کې چې يوه څو میليارد ډالري پروژه ده، په کار بوخت دی. په پاکستان کې ګڼ شمیر سترې زيربنايي پروژې د دې اقتصادي نوښت برخه دي.

د بلوڅانو دې منع شوې ډلې چې له اوږدې مودې راهېسې د بلوچستان د آزادۍ له پاره هلې ځلې کوي، په تکراري ډول په بلوچستان کې د چينايانو د هر ډول کار په اړه خبرداري ورکړي دي.

د پاکستان خبري چینلونو بیا د يوه موټر ويډيوګانې خپرې کړي چې د اور لمبو کې سوځي او دود ترې راپورته کيږي.انځور: Mohammad Farooq/AP Photo/picture alliance

په ورته وخت کې د همدې کال په اګست مياشت کېپه بلوچستان کې يوه بريد تر ۵۰ دېر کسان وژلي ول.

شهباز شريف، وويل چې بريد کوونکي د چين له لوري د تمويل شويو پروژو د زيانمولو هڅه کوي.

په تيلو او نورو طبيعي زيرمو غني بلوچستان ایالت د پاکستان تر ټولو ستر خو بې وزله ايالت دی. دلته ميشت د بلوڅانو نژادي اقليت وايي چې د توپيري چلند او د پاکستان د حکومت له لوري له استحصال سره مخامخ دي. په بلوچستان ایالت کې اسلامستي وسله والې ډلې هم فعاليت کوي.

د بلوچستان لیبرېشن آرمي ډلې تر دې مخکې هم یو شمیر خونړۍ بریدونه کړي دي او دې ډلې په ۲۰۱۸ م کال کې په کراچۍ کې د چين د قونسلګري کارکوونکي په نخښه کړي ول چې په دې ترڅ کې دوه ملکی پاکستانيان او دوه پوليس وژل شوي ول.

په مارچ میاشت کې بيا د پاکستان په شمال لویدیځ کې يوه ځانمرګي بريد د داسو د اوبو بريښنا د سترې پروژې د انجينرانو موټر هدف ګرځولی وو او پنځه چينايي انجيران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی یې وژلی وو.

ب. ص/ ن. ز (APE)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب