1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرملين کې د سي آی اې جاسوس پوتين ته څومره نزدې وو؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د يو شمیر امريکايي رسنيو په حواله يو جاسوس اوږده موده د روسیې په ولسمشرۍ دفتر کې په کار بوخت وو. خو جالبه پوښتنه داده چې هغه څرنگه په ۲۰۱۷م کال کې وايستل شو. آيا ترمپ په دې مورد کې گرم دی چې ونه یې شو کولی دغه راز وساتي؟

Donald Trump während einer Rede vor dem Weißen Haus
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

په امريکايي رسنيو کې رپوټونه ورکړل شوي چې يو روسی جاسوس چې د امريکا متحده ایالاتو له پاره یې جاسوسي کوله او له ولاديمير پوتين سره یې مستقيم تماس لاره، په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هېواده وايستل شو.

زياته شوې ده چې د امريکا متحده ایالاتو  د بهرنيو استخباراتو ادارې «سي آی اې»  د هويت او راز د رسوا کيدو له وېرې هغه له مسکو څخه ور غوښتی وو. د سي اين اين خبري شبکې د يوه داسې نفر په حواله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، ويلي دي چې له استخباراتي معلوماتو سره د ولسمشر دونالد ترمپ او د هغه د ادارې چلن د دې ايجنت د راايستلو سبب وگرځيد.

په امريکا کې د ټاکنو په اړه معلومات

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د هغو کسانو له قوله چې له دغه قضیې سره بلد دي، ليکلي دي چې دغه جاسوس تر لسو کالونو زياته موده واشنگټن ته مهم معلومات ورکړي دي. هغه د سي آی اې تر ټولو مهمه سرچينه وه.

زياته شوې ده چې د هغه د ورکړل شويو معلوماتو له لارې په دې اړه مهمې نخښې نښانې ترلاسه شوي چې پوتين د ۲۰۱۶م کال د امريکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاس وهنې لار ښوونه کړي ده.

ويل شوي دي چې د دغه تکړه جاسوس راايستل د امريکا متحده ایالاتو د لسمشریزو ټاکنو کمپاين ته په کتو سره يوه ماته وه. پوتين چې پخوا يو استخباراتي مامور وو، په ټاکنو کې مداخله په څو ځلي رد کړې ده.

د سي اين اين په رپوټ کې ويل شوي چې د جاسوس د بيرته غوښتلو پريکړه په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر ترمپ او روسیې د بهرنيو چارو د وزير سرگې لاوروف تر يوه ملاقات وروسته شوې وه. ورځپاڼې هغه وخت داسې خبرونه خپاره کړي ول چې ترمپ د خبرو په ترڅ کې حساس استخباراتي معلومات رسوا کړي دي.

سي آی اې دې کار سخته انديښنمنه کړه او بلاخره یې خپل جاسوس بيرته وغوښت. سي آی اې او سپینه ماڼۍ په رسمي توگه د دغه شبکې له خوا د قضیې د وړاندې کړل شوي شکل سره همنظره نه وو. د سپينې ماڼۍ يوې وياندې هغه وخت ويلي ول: «گمراه کوونکي گونگوسي چې گڼي زموږ د ولسمشر د حساسو استخباراتي معلوماتو سره چلن چې هغه ورته هره ورځ لاس رسی لري، د جاسوس د بیرته غوښتلو باعث شوي، سم نه دي.»

لاوروف هم همدا راز په دې وروستيو کې ټينگار کړی دی چې دوه کاله مخکې یې په واشنگټن کې د دغه غونډې پر وخت له ترمپ څخه هیڅ استخباراتي معلومات نه دي ترلاسه کړي.

جاسوس پوتين ته څومره نزدې شوی وو؟

د نيويارک ټايمز په حواله دغه ايجنت په کريملن کې د نيول کېدونکي مهمو پريکړو څخه خبريده او همدا راز له پوتين سره یې هم منظم تماس درلود. خو دی په هغه کړۍ کې شامل نه وو چې پوتين ته ډېره نزدې وه.

د نيويارک ټايمز سرچينو دا خبره رد کړې ده چې گڼي د استخباراتي معلوماتو سره د پوتين چلن د جاسوس د راغوښتو باعث شو. زياته شوې چې تر هر څه ډېر د امريکايي رسنيو گونگوسو جاسوس له خطر سره مخامخ کړی وو.

د سي اين اين شبکې په حواله دغه جاسوس پر نورو سربيره د پوتين د دفتر له ميز څخه انځورونه او مهم اسناد سي آی اې ته ليږدول. په رپوټونو کې زياته شوې چې نه د هغه نوم او نه یې هم د اوسېدو د ځای په اړه معلومات شته.

کريملن هم په دې منځ کې تائيد کړې چې ښايي يوه امريکايي جاسوس د روسیې په ولسمشرۍ دفتر کې کار کړی وي. د تاس خبري آژانس په حواله د کريملن وياند ديمتري پيسکوف ويلي دي چې دغه سړی «څو کاله د مخه له دندې گوښه کړل شوی دی.» نوموړي زياته کړې چې هغه له پوتين سره مستقيم تماس نه درلود. پيسکوف په واضح توگه وويل چې هغه په دې اړه هیڅ معلومات نه لري چې دغه تن له سي آی اې سره کار کاوه.

BS/NZ (dpa, afp, rtr)