1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرونا بيا اختل کيدل کيدای شي ډير سخت تمام شي

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

په امريکا کې د يوې نوې څيړنې پايلې ښيي چې کووید-۱۹ ناروغي په هغو کسانو کې چې دوهم ځل پرې اخته کيږي، کیدای شي ډيره سخته وي. له هانګ کانګ، بلجیم او هالند څخه د دوهم ځل ابتلا رپوټونه ورکړل شوي دي.

Coronavirus I Guatemala
انځور: picture-alliance/dpa/M. Castillo

په امريکا متحده ايالاتو کې د ترسره شوې دغې نوې څيړنې پر اساس، د انسان د بدن دفاعي سیستم نشي کولای په کرونا ويروس د دوهم ځل اخته کیدو په صورت کې د دغې ناروغۍ شدت راکم کړي. دغه نوې څيړنه د امريکا د نوادا پوهنتون محققانو له خوا ترسره شوې چې مشري يې ريچارد تيلت کړې.

د دغې څيړنې پايلې چې په «The Lancet» مجله کې خپرې شوي، تر اوسه په خپلواکه توګه تر څيړنې لاندې نه دي نيول شوي.

شاوخوا ۴ میاشتې مخکې په امريکا کې يو ۲۵ کلن ځوان په کرونا ويروس اخته شوی وو چې د ناروغۍ علایم يې ډير خفیف ول او ډير ژر بيرته روغ شو. دغه ځوان څو اوونۍ وروسته د کرونا ناروغۍ د لا شديدو نخښو سره بيا روغتون ته مراجعه وکړه. د معایناتو په نتيجه کې روښانه شوه چې هغه د دوهم ځل له پاره په کرونا ويروس اخته شوی دی.

څيړونکو د دغه ځوان له روغتيايي وضعیت څخه داسې نتيجه ترلاسه کړه چې د انسان د بدن دفاعي سیستم د کرونا ناروغۍ څخه تر روغیدو وروسته هم نه شي کولای د سارس کوو۲ ويروس پر وړاندې کافي مقاومت وکړي، نو ځکه د داسې شخص د بیا ځلې ناروغیدو امکان شته.

خو څيړونکو دا هم ويلي دي چې دغه نتایج لا تر اوسه قطعي نه دي، ځکه هغه افراد چې د دوهم ځل له پاره په کرونا ناروغۍ اخته شوي، په هغوی کې د دغې ناروغۍ علايم په متفاوتو ډولونو دي.

څيړونکو تر دې وړاندې د هانګ کانګ، بلجيم او هالند څخه په کرونا ناروغۍ د افرادو د بياځلې اخته کيدو رپوټونه ورکړي وو.

د روغتیا نړيوال سازمان په کرونا ناروغۍ د دوهم ځل د اخته کیدو مسئله، د هغو مواردو په توګه ارزوي چې د عمومي کیدو وړ نه ده. دغه سازمان وايي چې تر اوسه مشخصه شوې نه ده چې د بدن دفاعي سیستم پر سارس-کو۲ ويروس تر ابتلا وروسته، تر کوم حده ځواکمن پاتې کيږي او بل دا چې د دغه سیستم وضعیت د لومړۍ دورې د ناروغۍ شدت او ضعف سره څومره تړاو لري.

يوازې يوه بيسارې نمونه؟

يو ناروغ چې د امريکا د نوادا ايالت روغتون ته د اسهال او زکام له علايمو سره مراجعه کړې وه، د اپريل مياشتې په منځ کې يې تیستونو وښوده، چې هغه په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی. تر دغو تیستونو يوه مياشت وروسته کله چې هغه روغ شوی وو، د دوو نورو تیستونو نتيجې يې منفي وې.

خو دغه ځوان شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په داسې حال کې چې د تبې، سردرد او ټوخي علایم يې درولودل، بيا ډاکټر ته مراجعه وکړه. ډاکټرانو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغه د سینې قفس انځورونه واخیستل او بیا يې هغه رخصت کړ. خو ياد کس پنځه ورځې وروسته په ډير خراب روغتیايي وضعيت کې د روغتون عاجلي څانګې ته وليږدول شو. دا ځل د هغه روغتيايي وضعيت دومره خراب وو چې يوازې د مصنوعي ماشين په مرسته يې کولای شول تنفس وکړي.

د دغه سړي د کرونا تيست د لومړي ځل له پاره په جون میاشت کې ترسره شوی وو چې پایله يې مثبت وه. څيړونکي وايي د دغه ناروغ تيستونه ښيي چې هغه د ناروغۍ په لومړۍ او دوهمه دوره کې د سارس-کوو۲ پر مختلفو ویروسونو اخته شوي دي. دوی وايي چې په همدې دلیل، امکان لري چې د ناروغۍ دوهم ډول، د هغه په بدن کې د لومړنی عفونت عوارض فعاله کړی وي.

خو تر دې وړاندې کارپوهان په دې باور ول چې د کرونا ناروغۍ څخه تر روغيدو وروسته، د بدن دفاعي سیستم کولی شي لږ تر لږه په موقت ډول په کرونا د دوهم ځل اخته کیدو څخه مخنيوی وکړي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب