1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په کریکټ کې په ۴ توپونو ۹۲ منډي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د یوې بنګلدیشي لوبډلي توپ اچوونکي په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې یوازي په څلورو قانوني توپونو ۹۲ منډي خپلي سیالې لوبډلې ته ورکړي دي، ترڅو په قصدي توګه لوبه بایلي. هغه دا کار د لوبڅار پر ضد د اعتراض په توګه کړی دی.

Bangladesch Cricket Fans
انځور: Getty Images/AFP/A. Dey

د داکا د دویمي برخي په لیګ کې د پنجشنبې په ورځ د لالماتیا کلب ټول لوبغاړي په ۱۴ اورونو کې په ۸۸ منډو جوړولو سره وسوځیدل. سیالي لوبډلي یې بیا یوازي په څلورو قانوني توپونو سره ۹۲ منډي جوړي کړي او سیالي یې ګټلې ده.

د لالماتیا بالر سوجون محمد، په لومړي اور کې ۱۳ واید توپونه واچول او درې يې هم «نو بالونه» ورکړل. دغه ټول توپونه له میدانه بهر ولاړل او سیالي لوبډلې ته ۸۰ نمرې ورکړل شوې.

د سیالې لوبډلي توپوهونکي موسطفیزور الرحمان، له قانوني څلورو توپونو درې یې له میدانه بهر ووهل او په دې ترتیب یې یوازي په څلورو قانوني توپونو ۹۲ منډې جوړې کړي او په پایله کې یې لوبه په لسو ویکټو وګټله.

د لالماتیا کلب سکرتر ادنان رحمان ویلي دي چې توپ اچوونکي په قصدي توګه «واید او نو بال» توپونه اچولي دي چې د لوبڅار د غلطۍ پر ضد اعتراض وکړي.

ادنان وویل: «د لیګ په جریان کې زموږ په حق کې کمزورې لوبڅاري شوې ده.»

سکتر ادعا وکړه چې د لوبې تر پیلیدو مخکې لوبڅارو د هغه د لوبډلې کپتان ته آن اجازه نه ده ورکړي چې پچه وګوري: «هغوی سکه پورته واچوله او ویې ویل: سمه ده تاسو توپ وهنه وکړئ. موږ ډیر ژر پوه شو چې لوبډلي مو په اوو اورونو کې یوازې د ۱۱ منډو په جوړولو سره پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي ول.»

د یوه بل کلب چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ادعا کړې ده چې لوبڅارو د لالماتیا لوبډلي په اړه ښه نظر نه لاره، ځکه د لوبډلي یو غړی د بنګله دیش له اپوزیسیون سره تړاو لري.

دې پیښې د بنګله دیش د کریکټ بورد غوسه راپارولې ده. د بورد ویاند ویلي دي چې دا یو غیر عادي پیښه ده او د لوبې له مسئولینو څخه رپوټ غوښتل شوی دی. د رپوټ تر رسیدو وروسته به د لوبې په اړه رسمي څیړنې پیل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب