1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمير کې نښتو مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

په کشمير کې چې هند او پاکستان یې د ملکيت دعوا کوي، د نښتو په ترڅ کې يو شمير کسان وژل شوي دي. پاکستان په نړيوال کچه د يوه حل په لټه کې دی. ولسمشر دونالد ترمپ کولی شي مهم نقش ولوبوي.

Kaschmir Protest & Unruhen in Srinagar
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ویاند جنرال آصف غفور د تويتر له لارې لیکلي: د «هند له خوا د اوربند تر احتمالي سرغړونې» وروسته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې درې ملکيان وژل شوي دي. په وژل شويو کې يو اووه کلن ماشوم هم شامل دی.

په دغه تويتري پيغام کې زياته شوې ده چې له اوربند څخه د سرغړونې په ځواب کې پاکستان هم د هند پر پوستو بريدونه کړي دي. په دې ترڅ کې لږ تر لږه شپږ هندي عسکر وژل شوي. خو د هند د پوځ او رسنيو له خوا ويل شوي چې د پاکستان له خوا د ډزو په ترڅ کې يوازې يو عسکر وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي.

هند غواړي کشمير خپل کړي

د اگست میاشتې په سر کې هند تر خپلي ولکې لاندې کشمير سيمې نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او په دې توگه له پاکستان سره په اړيکو کې ترينگلتيا سملاسي خپل اوج ته ورسېدله. له هغه راهيسې په اصطلاح د کنترول د ليکې په اوږدو کې اخ و ډب يو وار بيا زور اخيستی دی.

د هند حکومت غواړي د نويو مقرراتو له مخه د کشمير سيمه چې اکثريت وگړي یې مسلمانان دي، په هند کې شامله کړي. تر اوسه دغي سيمې پر نورو سربيره خپل اساسي قانون او پراخ سياسي اختيارات درلودل. ډېر کشمريان له نويو مقرراتو سره مخالفت لري. د هند حکومت د مظاهرو له ویرې په زرونه عسکر له پاکستان سره سرحدي سيمې ته ليږلي دي. په دغه سيمه کې لا دمخه ډېر عسکر موجود ول.

ترمپ: «ډېر پيچلی» وضعيت

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کشمير په شخړه کې د منځگړيتوب وړاندیز کړی دی. نوموړي په واشنگټن کې وويل: «زه به د منځگړيتوب پوره هڅه وکړم.» ترمپ غواړي چې د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره د فرانسې په بياريتڅ کې د جی – ۷ په سرمشریزه کې د کشمير موضوع ياده کړي.

ترمپ د کشمير وضيعت «حساس» او «ډېر پېچلی» وباله. ولسمشر ترمپ په دې تیرو ورځو کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره تلیفوني خبرې هم کړي دي. په دې ترڅ کې نوموړي پر دواړو مشرانو په کشمیر کې د «ترينگلتيا کمولو» غږ وکړ.

پاکستان غواړي د نړۍ هيوادونه پر کشمير خبرې وکړي

پاکستان غواړي چې په لومړي قدم کې دغه شخړه په دنهاک کې د جزا نړيوالې محکمې ته وړاندې کړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سيمه ایزو رسنيو ته وويل: «يو بنسټیز تصميم نيول شوی چې د کشمير لانجه د جزا نړيوالې محکمه ته وړاندي کړو.»

هغه له «جيو تلویزيوني» شبکې سره په خبرو کې زياته کړه چې دا پريکړه د ټولو حقوقي اړخونو په نظر کې نيولو سره شوې ده. د «ډاون» ورځپانې په حواله د پاکستان د لومړي وزیر ځانگړې استازې فردوس عاشق اعوان د کابينې تر يوې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې کابينې په دې اړه پريکړه کړې او د دې اجازه یې ورکړې ده.

د پاکستان حکومت د هند له خوا د دغه هيواد تر ولکې لاندې سيمې د نيمه خپلواک حیثيت تر ختمولو سملاسي وروسته اعلان وکړ چې دا موضوع به په ټولو نړيوالو فورمونو کې پورته کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنيت شورا د کشمير په اړه غونډه وکړه. پاکستان د دې گام هرکلی وکړ او دا یې خپله کاميابي وبلله. لومړي وزير عمران خان وويل چې په غونډه کې د امنيت شورا ۱۱ پخواني پريکړه ليکونو تائيد شول چې له مخې یې کشمير د خپل برخه ليک د ټاکلو حق لري.

BS/NZ (dpa,afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل