1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیر کې تلیفوني خدمات پیل شول، خو انترنت لا هم نه شته

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د هندوستان تر کنترول لاندې کمشیر کې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د ګرځنډه تلیفونو خدمتونه تر ۷۲ ورځو بندښت وروسته، پیل شول. خو د دې سیمې تر اوو میلیونو ډیر اوسیدونکي اوس هم انترنت ته لاسرسۍ نه لري.

Indien Frau telefoniert mit Handy
انځور: TAUSEEF MUSTAFA/AFP/Getty Images

هندوستان په اګست میاشت کې تر خپل کنترول لاندې کشمیر کې مخابراتي خدمتونه د امنیتي اندیښنو له کبله بند کړي ول. اوس نو د کشمیر شاوخوا څلور میلیونه هغه کسان چې د تلفونونو قراردادونه لري کولی شي تلیفونونه وکړي او لنډ پیغامونه واستوي.

لا وختي په سیمه کې لین لرونکي تلیفونونو فعالیت پیل کړی وو. د هندوستان تر کنترول لاندې کشمیر کې تر هغه وروسته حالات ترینګلې شول چې نوي ډهلي د دې سیمې ځانګړی حالت له منځه یووړ او هغه یې د هندوستان تر قوانینو لاندې راوست.

لا وختي په سلهاو کشمیري سیاستوال، فعالان، وکیلان او نور له کوم رسمي تور برته زندان ته اچول شوي دي. په سلهاو نور کشمیریان هم په زندانونو کې دي چې پکې آن تر نهو کلونو پورې ماشومان هم شامل دي.

(ms/nz (AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب