رویټرز خبري آژانس د هندي پوځ د یوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي چې تر څلورو پورې وسله والو پر نگروټا کمپ باندې برید کړی دی. د دغه چارواکي په وینا یو برید کوونکی وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا د جمو ښار په سویل کې په یوه بله جلا پیښه کې د هند سرحدي ځواکونو د شپږو یاغیانو له ډلې څخه درې تنه وژلي دي چې له پاکستان سره د هند پر شخړه ایزه پوله یې د اوښتو هڅه کوله.
د راپور له مخي، په تیرو میاشتو کې د هندي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو کې ډېرښت راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هند او پاکستان تر منځ د وضعيت د خړپړتيا په زیاتیدو سره د اوسني سرحد په اوږدو کې په متقابلو ډزو کې زیاتولای لیدل کیږي.
دغه برید په داسې یوه وخت کې کیږي چې د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال قمر جاوید باوجوه، په رسمي توگه د سه شنبې په ورځ واک تر لاسه کړ. په پام کې ده چې روانه اوونۍ به پاکستاني چارواکي د هند په امراتسر کې په یوه سمیه ایزه غونډه کې گډون وکړي.
هند پر پاکستان باندې په خپله خاوره کې د یاغیانو د مرستې تور لگوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او پر هند باندي د کشمیري مسلمانانو د حقوقو د پایمالولو تور لگوي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس د واید په نوم د پولیسو د يوه لوی چارواکي له قوله لیکلي دي، چې د سه شنبې په سهار وختي لږ تر لږه دوو یاغیانو په نگروټا کې پر یوه پوځي کمپ هجوم وروړ.
ويل شوي دی چې یاغیان کمپ ته ورننوتي او له پوځیانو سره یې جگړه کړې ده. د دغه چارواکي په خبره دوه هندي عکسر او یو وسله وال وژل شوي دي. د هغه په خبره دا چې یو تن په کمپ کې پټ شوی لا هم فیرونه ادامه لري.
نور مطالب:
په پاکستان کي د هندوانو تاريخي ميراث کټاس راج مندر
د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د کټاس په نوم د هندوانو یو ډیر تاریخي او مقدس کلې موج دی. د دې کلي د مندر یادونه تر میلاد ۳۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب مهابهارت کې شوې. دلته ئې انځورونه واړندي کيږي.
انځور: Ismat Jabeenد هندانو کلي د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ دي
د هند تر ویشل کیدو مخکې په دې ځای کې ډېر هندوان اوسیدل، خو تر ۱۹۴۷م کال وروسته دغه هندوان هند ته منتقل شول. د کټاس راج د مندرونو له مجموعې څخه رام چندر، هنومان مندر او شیو مندر ډیر مشهور دي.
انځور: Ismat Jabeenله ډیرو مندرونو او کلیساو څخه جوړ کمپلیکس
د کټاس راج ټیمپل په کمپلیکس کې د هندوانو ۷ مندرونه او د سکانو درمسالونه او د بودیزم د پیروانانو مقدس او تاریخي عبادت ځایونه موجود دي.
انځور: Ismat Jabeenد هندوانو په تاریخي کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نوم د دوی (په اصطلاح) د یو معبود ښځه ستي، مړه شوه نو شیو دومره وژړل چې له اوښکو څخه یې دوه تالابه جوړ شول چې یو ته یې پشکار او دوهم ته یې کتکشا وایې. کتکشا په سنسکرت کې د اوښکو لړۍ ته وایې.
انځور: Ismat Jabeenد مندر له تر ټولو لوړي نقطې څخه ليد
د شري کټاس راج دغه انځور له تر ټولو لوړ مندر څخه اخیستل شوې دی. په دې انځور کې مرکزي تلاب، او شاوخوا مندرونه، حویلۍ، او نور ملحقات لیدل کیږي.
انځور: Ismat Jabeenد کټاس راج د شهرت یو ډیر مهم لامل د اوبو هغه طبیعي چینې دي چې د اوبو له یوځای کیدو څخه د گنیا، وله رامنځته شوې. د کټاس راج یوه بله ځانگړنه په دې کې ده چې د تالاب چارچاپیره مرکزي مندر او نور عبادت ځایونه په غبرگ یا جوړه شکل جوړ شوي دي.
انځور: Ismat Jabeenپه غرنيزه سیمه کې مندر او عبادت ځای
په چکوال کې د کوهستان نمک ټوله سیمه له کوچنیو او لویو غرونو او تپو څخه جوړه شوې ده. په سونه کلونه مخکې به مندرونه په داسې لوړو ځایونو کې جوړیدل چې ته د ورتگ له پاره باید ډیر زحمت ایستل شوی وای.
انځور: Ismat Jabeenپه حویلۍ کې دننه پر دیوالونو باندې د مختلفو رنگونو نقاشۍ لیدل کیږي چې سونه کلونه پخوا هري سنگه نلوا جوړ کړي ول.
انځور: Ismat Jabeenد هندوانو په اصطلاح فیل خدای یا گهنیش
په دغه ځای کې د هندوانو په اصطلاح د فیل خدای گهنیش انځور نقاشي شوی، په کوم چې هغه نورو حیواناتو ته خواړه ورکوي. د کټاس راج مندر په ودانولو کې له چونې څخه ډیر کار اخیستل شوی دی.
انځور: Ismat Jabeenپه دې انځور کې د گټاس راج څو ودانۍ په یو وخت کې لیدل کیږي چې یو مندر هم موجود دی. د دې تر څنگ حویلي او د اوسیدو څو دروازیې کور. په انځور کې لیدل کیږی چې دغه ودانۍ له سونو کلونو راهیسې موجودې دي او د وخت تاوده او ساړه بادونه یې تجربه کړي دي.
انځور: Ismat Jabeenد کټاس راج د مندرونو څخه دغه ځانگړی مندر د نوموړي کمپلیس له نورو مندرونو څخه په سونو کلونه وروسته جوړ شوې دی. له همدې امله د دغه مندر وضعیت د نورو په پرتله یو څه ښه دی. د لرغونپوهانو په اند د کټاس راج ډېر کوچني مندرونه ۹۰۰ کاله مخکې جوړ شوي دي. خو د شواهدو له مخې لومړي مندر په شپږم عیسوي قرن کې جوړ شوی دی.
انځور: Ismat Jabeenمذهبي ارزښت او پوځي ضرورت
د لرغونپوهانو په خبره په دې انځور کې ښکاریدونکی مندر هم نږدې ۹۰۰ کاله پخوانی دی، خو د مندر شاته کلا ډوله ودانۍ تر هغه هم ډیره سابقه لري او مخکې جوړه شوې ده. دا یوه عسکري ودانۍ ته ورته ساختمان دی.
انځور: Ismat Jabeenپه کنبد شکله مندر کې شیو لِنگ
د دغه کنبد ډوله خونې په تاقچه کې دیوتا شیو ته منسوب د هندوانو په اصطلاح خدای ایښودل شوی دی، کوم چې هندوان یې عبادت کوي.
انځور: Ismat Jabeenد شیو او ستي د اوسیدو ځای
د هندوانو په مختلفو کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نامه په اصطلاح د دوی خدای او میرمنه یې ستي، تر واده وروسته څو کاله په کټاس راج کې اوسیدلي دي. د هندوانو د عقیدې پر بنسټ د کټاس راج په تالاب کې تر لمبیدو وروسته گناهوي بخښل کیږي.
انځور: Ismat Jabeen