1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کلفورنیا کي بیا سخت اورونه لگیدلي

۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبه

د سختو بادونو له کبله د امریکا د غربي ساحل د دغه ایالت په دوو ځنگلونو کي اورونه پراخیږي او له کنټرول څخه وځي. ودانیو اور اخیستئ، سړکونه بند سوي او په لسهاوو زرو کسانو کورونه پرې ایښي.

USA Waldbrände in Kalifornien
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/Orange County Register/D. Crane

د کلفورنیا په جنوب کي په لسهاوو زره انسانان د سختي اورلگیدني په سبب د تیښتي په حال کي دي. د لاس انجلس د شمال غرب څخه ۴۰ کیلومتره لیري په یوه ځنگله کي دغه اور، د (سانتا-انا) په نامه باد یا شیطاني باد، چي ډیر وچ دی، هغه نور هم پراخوي. دغه اور چي د جمعې ورځي (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۱مه) په شپې بل سوی دی، تر ۱۰۰۰ اضافه د اطفایې کارکونکي کي یې د وژلو کوښښ کوي. د اور شاوخوا ته ډیري ودانۍ همدا اوس لا تخریب سوي دي.

یو بل اور بیا د لاس انجلس په شرق کي لگیدلی دی، چي د چارواکو په خبره د کثافاتو د یوې لارۍ څخه پيښ سوی دی. د هغوی په خبره دغه لارۍ چي اور یې اخیستی ؤ، د یوه سړک څنگ او ځنگله سره نژدې پریښول سوې وه. دلته هم تر ۲۰۰ اضافه د اطفایې کارکونکي کي د هغه د وژلو کوښښ کوي.

انځور: Reuters/G. Blevins

په لسهاوو زره کسان مجبوره دي، د خپلو کورونو څخه ووزي. د امریکا د هواپيژندلو اداره په راتلونکو ورځو کي د اور لگیدو د لا ډیر خطر څخه خبرداری ورکړی دی. دا ځکه چي په سیمه کي  دوامداري  گرمۍ هوا سخته وچه کړې او  شیطاني باد هغه نور هم پراخوي.

انځور: picture-alliance/dpa/D. Swanson

د تیر عیسوي کال، نومبر میاشتي مرگوني اورلگیدني ته په کتو سره چارواکو پر ۷۰۰۰۰۰ کورنیو او تأسیساتو باندي برق بند کړی، تر څو د انساني تلفاتو مخنیوی وسي. د تیرکال په اور لگیدنه کي ۸۵ انسانان وژل سوي وه، چي د امریکا په تاریخ کي یې سارئ نه درلود.

q.m./a.a. (afp, ap, rtr, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب