په کلورادو کي اورلګېدني ډېری کسان تېښتي ته مجبره کړي دي
۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبهاعلان
د امریکا په لویدیځ ایالت کلوروداو کي د ځنګلونو د اور اخیستلو له امله د دغه ایالت څه د پاسه زر کورنۍ ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي دي. لکه څرنګه چي د CNN په نامه خبري رسنۍ خبر ورکړی دئ یوازي د کلورادو سپرینګس په نامه سیمه کي د ۱۱ زرو په شاوخواکي انسانان د احتیاط له پاره نور ځایونو ته بیول سوي دي. تر ټولو لویه اور لګېدنه د والدو کینیون په نامه ملي پارک کي رامنځته سوې او تر اوسه لا تر کنترول لاندي نه ده راغلې. ویل کیږي چي دغه اورلګیدنه د ډېری ګرمۍ او وچکالۍ له امله رامنځته سوې ده.