په کليفورنيا کي بيا سخت اور بل سوی
۱۳۹۶ مهر ۱۸, سهشنبهد امريکايي چارواکو په خبره، دغه اور چي د دوشنبې په ورځ د کليفورنيا ايالت په شمال کي لگېدلی نور هم زور اخيستی دئ. دوی ويلي دي چي تندو بادونو اور نور هم پراخ کړی او د کنترول چاري ئې سختي کړي دي.
د کليفورنيا په ډيرو سيمو کي ښووځي او ملکي ادارې رخصت سوي دي. دغه سيمه چي اور پکښې لگېدلی د کليفورنيا د شرابو جوړولو مشهوره ځای دی.
چارواکو اعلان کړی دی چي نژدې ۱۵۰۰ ودانۍ سوځېدلي او تر ۲۰ زيات انسانان د اور له ځای تښتېدلي دي.
د کليفورنيا پوليسو د تويتر له لاري ويلي دي چي په سونوما سيمه کي اور ۷ کسان وژلي دي. د راپورونو له مخي په ناپا او مندوسينون سيمو کي هم درې کسان اور وژلي دي.
بېړنی حالت
د کليفورنيا والي جري براون، د دغه ايالت په ناپا، سونوما او يوبا سيمو کي بېړنی حالت اعلان کړی او لارښوونه ئې کړې ده چي ټول کسان دې ووځي.
د امريکا په لوېديځ کي د ځنگلونو اور اخيستل ډېره اوږده سابقه لري. په تيرو مياشتو کي د ټکنده گرمۍ له لاسه د کليفورنيا ايالت په مختلفو سيمو کي اورونه بل سوي او سخت تاوانونه ئې اړولي دي.
په کليفورنيا کي د اوسنۍ اورلگېدني اصلي علت لا تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
زموږ له ارشيف څخه: