په کندز، تخار او سرپل کې امنیتي پیښو تر شلو ډیر کسان وژلي
۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبهد کندز د ولایتي شورا غړو صفی الله امیري او امین الله ویلي دي چې د سړک د غاړې ماین چاودنې پیښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده چې په پایله کې یې دوه نور ملکیان ټپیان شوي هم دي. د دغو ځايي استازو په خبره د برید قربانیان په موټر کې د واده مراسمو پر لور روان ول چې د سړک د غاړې پر ماین يې موټر برابر شو.
له بلې خوا بیا په کابل کې افغان چارواکي د کندز د چاودنې تلفات لوړ ښوولي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې دغې چاودنې د شپږو ښځو، شپږ نجونو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژلي دي. هغه په برید کې د دوو نورو د ټپي کیدو خبره هم کړې ده.
چارواکو د دې پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده. دغه ډله ډیر وخت د افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي خو ډیر وخت دغه چاودیدونکي توکي د ملکیانو ژوند اخلي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي دي چې د کندز د پیښې په اړه به څیړنې وکړي.
په یوه بله پیښه کې د تخار د ولایتي شورا غړوو عظم افضلي او یعقوب نظري د پنجشنبې په ورځ تایید کړې ده چې د دې ولایت په درزاب ولایت کې د پولیسو پر دوو پوستو باندې په وسله وال برید کې اووه افغان ځواکونه وژل شوي او تر لسو ډیر نور ټپیان دي. دغو دوو استازو ویلي دي چې د پولیسو دغه دوې پوستې په سمه توګه نه وې سمبال شوې ځکه نو یاغیانو له موقع څخه په ګټه اخیستلو سره پر پولیسو برید وکړ.
څو میاشتې مخکې طالبانو د درزاب ولسوالۍ کنترول ترلاسه کړی وو، خو بیا بیرته افغان امنیتي ځواکونو هغوی پر شا وتنبول. د تخار د ولایتي شورا غړو ویلي دي چې طالبان اوس هم په دې سیمه کې پیاوړی حضور لري.
همداراز د چهارشنبې په ورځ په بل شمالي ولایت سرپل کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه یو پولیس وژل شوی دی. د یوه ځایي حکومتي ویاند په خبره پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیسو له مخدره موادو ډک د یاغیانو موټر د تلاشي په موخه ودروه.
(ms/nz (dpa, AP, Reuters