په کندز کي د آلماني ځواک يو پخوانی افغان ژباړونکی وژل سوی دی
۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبهد کندز ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسيني د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر مياشتي ۲۴) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د جواد وفا جسد نن سهار په کندز کي په خپل موټر کي موندل سوی دی.
هغه وويل: «وفا په مرميو نه دی ويشتل سوی، بلکي هغه خفه سوی او وژل سوی دی.»
د آلمان د لومړي تلويزيوني چينل د جنوبي آسيا څانګي د معلوماتو له مخي وفا د آلمان حکومت په هغه ليست کي شامل وو چي د طالبانو د غچ اخيستني د ګواښ له بيري يې په آلمان کي د ژوند کولو اجازه ورکړې وه.
تر اوسه پوري د وفا د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چي په دې اړه دوی معلومات نه لري. خو هغه زياته کړې ده چي «موږ فکر کوو ټول هغه کسان چي له بهرنيو ځواکونو سره يې په هره لار کي مرسته کړې وي بايد ووژل سي.»
په کندز کي له آلماني ځواکونو سره يو بل پخوانی ترجمان وويل: «وفا له آلماني ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژل سوی دی. هغه ته څو واري په تليفوني کي د وژلو ګواښ سوی وو او هغه له آلمانيانو سره په جاسوسۍ تورن سوی وو.» هغه زياته کړه: «دغه کار طالبانو کړی دی.»
آلماني ځواکونه د روان کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۸ نېټه له کندز څخه ووتل او د مزارشريف په عمومي اډه کي مېشته سول. دا لومړی وار دی چي له آلماني وزارتونو سره د کارکوونکو افغان همکارانو له ډلي څخه يو تن وژل کيږي.
د آلمان حکومت نزدې څلور اوونۍ دمخه اعلان وکړ چي غواړي ۱۸۲ تنه افغان همکارانو ته د هغوی د ساتني په موخه په آلمان کي د ژوند کولو له پاره وېزې ورکړي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په مجموع کي نزدې ۳۰۰ تنو افغان همکارانو د طالبانو له غچ اخيستونکو بريدونو څخه د ځانونو د ژغورلو له پاره دوی ته خپل غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.
څه موده مخکي په کندز کي هغو ترجمانانو چي په دغه ولايت کي يې له آلماني وزارتونو سره کار کړی وو او وروسته يې قراردادونه نه ول تمديد سوي په دې خاطر مظاهره کړې وه چي اوس يې په دغه ولايت کي ژوند په خطر کي دی.