په کندز کې اته امنیتي ځواکونه وژل شوي
۱۳۹۹ تیر ۳, سهشنبه![Afghanistan Croronavirus Taliban](https://static.dw.com/image/53681677_800.webp)
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه بریدو وروسته له هغې ترسره کیږي چې چارواکو پر طالبانو باندې تور لګولی چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه ډیر کړي دي او هغه هم په داسې یوه وخت کې چې دواړه لوري د ځنډیدلو مذاکراتو د پیلیدو له پاره چمتووالی نیسي.
د چارواکو په وینا په کندز ولایت کې د ملي اردو پر یوه او د پولیسو پر دوو پوستو پر يوه وخت برید څلور ساعته دوام وکړ.
ولسوال نصرالدین سعدي د فرانسې له خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه نښته کې اته افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي یاد خبري آژانس ته همغږي بریدونه تائید کړي دي، خو په خبره یې د شپې پر مهال په رامنځ ته شوې دغه نښته کې نهه امنیتي پرسونل وژل شوي دي. طالبانو لا تر دې مهاله د دغه برید په هکله تبصره نه ده کړې.
طالبانو په تکراري ډول د کندز ولایت په شا او خوا سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. په تیرو کلونو کې د کندز ښار دوه ځله د لنډ وخت له پاره د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی وو.
د افغانستان د دفاع وزات په وینا طالبانو په بلخ او غزني ولایتونو کې هم د شپې له خوا د ملي اردو پر پوستونو بریدونه کړي دي چې په خبره یې یو شمیر یاغیان پکښې وژل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې طالبانو۲۹۱ افغان امنیتي پرسونل وژلي دي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو «خونړۍ» اوونۍ بلل شوې ده.
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوې وه د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام غندلی وو او هغه یې «سولې ته د ژمنتیا د روحیې خلاف» بللي وو.