1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندز کې د ملکي تلفاتو د رپوټونو په اړه څیړنې کیږي

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

افغان او امریکایي چارواکي د هغو رپوټونو په اړه څیړنې کوي چې ښيي په شمالي ولایت کندز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. خو تر پیښې درې ورځې وروسته هم جزئیات لا روښانه نه دي.

US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د جمعې ورځې د پیښې په اړه بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي. د ځايي ولایتي شورا یوه غړي ویلي دي چې په دې پیښه کې ۱۳ تنه ملکیان وژل شوي دي خو د کندز ولایت یوه ویاند بیا په پیښه کې یوازې د یوه ملکي وګړي د وژل کیدو خبره کړې ده.

خو دغه پیښه په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د عملیاتو د پراخیدو له کبله د ملکي تلفاتو د زیاتیدو خطر په ډاګه کوي. امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې خپل هوایي عملیات پراخ کړي دي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بن بست مات کړي.

د چهاردرې ولسوال غلام قادر اکبري، د دوشنبې په ورځ وویل: «د دغو تورونو د اثبات له پاره یوې اساسي څیړنې ته اړتیا شته او موږ به دغه څیړنه ژر پیل کړو.»

د شنبې په ورځ هم په کابل کې د ناټو د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» چارواکو په چهاردره ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې پیښه تائید کړه او ويي ویل چې په دې اړه څیړنې پیل شوې دي. په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د «پریکړنده ملاتړ ماموریت» ویاند کپتان تام ګریسبک، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «موږ د احتمالي ملکي تلفاتو تورونو په اړه اطلاع لرو چې د افغانستان په شمال کې د یوه ګډ ماموریت په پایله کې رامنځ ته شوي دي.»

هغه زیاته کړې ده: «د پریکړنده ملاتړ ماموریت د ملکي تلفاتو او انسانانو د ژوند مسئولیت په اړه ټول تورونه جدي ګڼي او اوس د پیښې په اړوند حقایق ارزوي.»

د کندز د ولایتي شورا غړي خوشباور نصرت یار، تر دې مخکې ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د یوه هوايي برید په پایله کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. خو د کندز ولایت یوه ویاند  نعمت الله تیمور، بیا ټینګار کړی دی چې په پیښه کې یوازې یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان دي. هغه ویلي دي چې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ائتلافي ځواکونو په «غر او قشلاق» او «قتل عام» کلیو کې داسې یو موټر په نښه کړ چې له سیمې څخه یې د طالبانو تلفاتو لیږدول.

دغه ولایتي ویاند ویلي دي چې د تلفاتو نور رپوټونه «ناسم او بې اساسه» دي.

افغان ځانګړو ځواکونو ویلي دی چې ۴۸ یاغیان په چهاردره ولسوالۍ کې وژل شوي او د ملکي تلفاتو خبر یې رد کړی دی. دغو ځواکونو ټینګار کړی دی چې سیمه له عملیاتو مخکې تخلیه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي انځورونه چې ادعا کیږي تر برید وروسته له سیمې څخه اخیستل شوي دي ښيي چې برید ډیره پراخه سیمه ویجاړه کړې چې له کبله یې د ناتائید شويو رپوټونو له مخې ۶۰ کسان وژل شوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، د کندز پیښه غندلې ده، خو لا تر اوسه پورې ولسمشر محمد اشرف غني، په دې اړه څه نه دي ویلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل