1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندز کې د هوايي ځواکونو په بمبارد کې ملکيان وژل شوي»

۱۳۹۸ فروردین ۳, شنبه

د کندز ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هوايي ځواکونو په بمبارد کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولايتي شورا رئيس امرالدين ولي وايي چې په دغو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۳ کسان وژل شوي دي.

Afghanistan Begräbnis nach Kampf zwischen Taliban und afghanischen Sicherheitskräften
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

د کندز د ولايتي شورا رئیس په دې اړه دويچه ويله ته وويل چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي. هغه وويل دغه کسان په دوو سراچه ډوله موټرو کې سپاره ول چې موټرونه يې د هوايي ځواکونو تر تعقيب لاندې ول.

نوموړي په دې اړه وويل: «بلاخره هوايي ځواکونه تلوکې سيمې ته نژدې پر هغوی [د ملکيانو پر موترو] بمبارد کوي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۳ بې ګناه کسان په کې وژل کيږي. دري تنه سخت ټپيان شوي هم دي.»

ولي زياته کړه چې وژل شوي کسان د دشتي ارچې ولسوالۍ له جګړو څخه د تيښتې پر مهال ول چې د هوايي ځواکونو تر بريد لاندې راغلي دي. هغه وايي وژل شوي او ټپيان ټول د دوه کورنيو غړي دي.

د کندز د ولايتي روغتون رئيس داکتر نعيم منګل دويچه ويله ته وويل چې د پيښې له ځايه ورته مړي او ټپيان وروړل شوي خو هغه د مرګ ژوبلې د ارقامو او دا چې قربانيان څوک دي په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د کندز د ولايتي شورا رئيس وايي چې د ولايت مقام په وروستي بمبارد کې د ملکيانو وژل منلي دي. هغه په دې اړه وويل: «څو شيبې مخکې چې موږ د ولايت له مقام سره په اړيکه کې شو، هغوي په بشپړه توګه دا ومنله چې دوي [وژل شوي کسان] ملکيان دي. هغوي [ولايت] وايي چې دغه کسان [ملکيان] د جګړې سيمې ته تللي وو او دا پيښه په اشتباه رامنځ ته شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کندز کې د حکومتي ځواکونو په بمباريو کې د ملکيانو د وژل کيدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي. 

کندز د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت دی چې طالبان په کې فعال دي. په ورستيو کلونو کې د د دغه ولایت مرکز هم دوه ځله د څو ورځو له پاره د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

م. ک. ص/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب