د «کیهان» راډیو د جوړولو موخه د میندو د وړتیا او پوهاوي لوړول، د «زهره» راډیو هدف د ښځو پیاوړتیا او پوهاوی او د «شایسته» راډیو د جوړولو موخه د ټولنې د ښه کولو او په دغه سیمه کې د سولې د رامنځ ته کولو له پاره د میندو، هڅې ښوول کیږي.
انځور: Radio Kayhan
زرغونه حسن په دغه موده کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوې ده. هغه څو وارې وگواښل شوه، د تښتولو له پاره یې اقدام وشو او پر راډیویي شبکو یې یرغلونه وشول، خو هغه و نه ډار شوه او خپلو هڅو ته یې ادامه ورکړه. هغه اوس هم په کندز کې کار کوي.
انځور: Radio Kayhan
د هغې له لوري د تأسیس شویو راډیو گانو په واسطه نه یوازې د ښځو او ځوانانو پوهاوی لوړ شوی دی، بلکې په ټولنه کې یې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي دي. دغه رسنۍ د ځوانو نجونو او هلکانو له پاره یو ښه سر مشق وو، چې غوښتل یې خبریالان شي.