1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو یوه ویاند له نړیوالو د مرستو د ډيریدو غوښتنه وکړه

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

د طالبانو يوه ویاند د افغانستان په شمال ختيځ ولایت کندز کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان سره دې لا ډيرې مرستې وکړي. هغه تر څنګ ټينګار کوي چې طالبان تروریستان نه دي.

Afghanistan | Zwischen den Fronten | Taliban erobern Kundus
انځور: Abdullah Sahil/AP/picture alliance

په کندز ولایت کې د طالبانو ولایتي ویاند مطیع الله روحاني په دغه ولایت کې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د نړیوالو مرستې کيدی شي په زیربنايي او د بیارغونې په برخو کې، «او یا هم د حکومت یا افغانانو د ملاتړ له پاره نورې هر ډول بشري مرستې وي.» هغه دغه غوښتنه د آلمان په ګډون د ټولې نړيوالې ټولنې څخه کړې. هغه وايي: «طالبان به د دوی له مرستو څخه ډير زیات هرکلی وکړي.»

آلمان په افغانستان کې خپل د تيرو دوو لسیزو پوځي ماموریت پر مهال تر ډیره د افغانستان په شمالي ولایتونو له هغې ډلې په کندز کې د امنیت او بیارغونې په برخه کې فعالیت درلود.

طالبانو د کندز ولایت مرکز په افغانستان کې د خپلو ورستيو چټکو پرمختګونو په ادامې د اګست مياشتې په ۸مه ونیوه. طالبانو د ولایتونو د نیولو په ادامه د اګست په ۱۵مه کابل هم ونیوه او اوس يې خپل سرپرست حکومت هم اعلان کړی دی.

روحانې پر نړیوالې ټولنې نيوکه وکړه چې د تیرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې له یو داسې حکومت څخه چې پر وینا يې یو «فاسد حکومت» وو، ملاتړ وکړ، اما اوس چې طالبان واک ته رسيدلي دي خپلې مرستې ېې درولي دي.

هغه وايي طالبانو افغانستان ته سوله راوستلې او زیاته يې کړه، «موږ تروریستان نه یو.»

په جنیوا کې د سپتمبر ۱۳مه، د ملګرو ملتونو په کوربتوب، افغانستان له پاره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو راټولو کنفرانسانځور: Denis Balibouse/REUTERS

د نړۍ په سطحه حکومتونه اوس په دې فکر کوي چې طالبانو سره څنګه یو تعامل ته ورسيږي، البته د بشر حقونو په تړاو د دغې ډلې ناوړه ريکارډ ته په کتو. په داسې حال کې چې له بلې خوا په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت پر کمولو باندې هم تمرکز دی. ملګرو ملتونو سازمان د روانې اوونۍ په سر کې په جنیوا کې د افغانستان له پاره د بشري مرستو د راټولولو یو کنفرانس درلود. د رپوټونو په حواله په دغه کنفرانس کې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د يو مليارډ ډالرو څخه د ډيرو پیسو د مرستو ژمنې شوي دي.

طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ښځې د تعلیم، رسمي دندو او حتی په يوازې سر له کوره وتلو څخه منع کړې وې. خو په کندز کې د طالبانو ویاند روحاني په دې اړه یوازې دومره وايي چې طالبان ښځو او نارینه و ته په یو شان اهمیت قایل دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې په دې اړه د طالبانو د رهبرۍ نظر نه دی راخيستی، چې آیا هغوی هم په دې کې همغږي دي او که نه.

تر دې وړاندې د نړۍ ځينو سیاستوالو ويلي دي چې دوی به د طالبانو خبرو ته نه، بلکه اعمالو ته به يې ګوري.