1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کندز کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعه

طالب چارواکو او عیني شاهدانو خبر ورکړی دی چې په کندز کې د شیعه ګانو په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده. د یوه روغتون سرچینې ویلي دي چې په دغه چاودنه کې شا او خوا ۵۰ تنه وژل شوي دي.

Afghanistan | Anschlag auf eine Moschee in der Provinz Kundus
انځور: Abdullah Sahil/AP Photo/picture alliance

د کندز په يوه جومات کې د یوې چاودنې په پایله کې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې په دې پیښه کې تر ۵۰ زيات کسان وژل شوي او په لسهاوو نور بیا ټپیان شوي دي.

د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطيع الله روحاني ويلي دي چي د دوی د لومړنيو معلوماتو له مخي دا يو ځانمرګی بريد وو. واک ته د طالبانو له رسیدو راهيسي دا تر ټولو خونړۍ پیښه شمیرل کیږي.

انځور: Abdullah Sahil/AP Photo/picture alliance

د جمعې په ورځ په کندز کې د شعیه مذهبو په یوه جومات کې داسې مهاله چاودنه شوې چې پکې د جمعې لمونځ ترسره کیده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یادې پیښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د شعیه مذهبو هیوادوالو په یوه جومات کې د چاودنې له کبله نامعلوم شمیر کسان وژل او ټپیان شوي دي.

انځور: Abdullah Sahil/AP Photo/picture alliance

تر اوسه پورې کومې ډلې د یادې پیښې مسوولیت نه دی منلی خو تر دې وړاندې هم داعش پر شعیه ګانو باندي خونړي بریدونه کړي دي.

د کندز یو سوداګر چې په بیړه د وینې د ورکړې له پاره روغتون ته ورغلی وايي چې تر ۴۰ ډیر جسدونه یې لیدلي دي. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې امبولانسونه هم سیمې ته ور روان ول څو مړي را انتقال کړي. د بې پولو ډاکټرانو د روغتون یوه بهرني کارمند وویل چې داسې اندیښنې هم شته چې د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ شي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب