رویټرز خبري آژانس د کندز د پولیسو د یوه جگپوړي قوماندان شیر عزیز کامه وال، په حواله ليکلي دي چې دوه عسکر چې پرې د وسله والو طالبانو سره د تړاو شک کیږي تیره شپه د برید د تره سره کولو وروسته له یاغیانو سره یو ځای شوي دي.
خو اسوشېتد پرس خبري آژانس بيا د کندز د والي وياند محمود دانش، له قوله ليکلي دي چي وسله والو طالبانو پر دغي پوستې بريد کړی دی.
هغه ويلي دي چې په پوسته کي ۱۵ تنه عسکر ول چې دوو تنو يې له وسله والو طالبانو سره اړیکي لرلې او د بريد لاه پاره يې لاره اواره کړې وه. دانش د وژل شوو عسکرو شمېر ۱۳ ښوولی.
د دانش په خبره دغه پېښه تېره شپه تر کندز ښار دباندي شوې ده او ياد دوه عسکر له ياغيانو سره یوځای شوي دي.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي وياند رسنیو ته ويلي دي چي بريد دوی کړی دی.
د رپوټونو له مخې دغه پوسته یوه له هغو ډیرو پوستو څخه ده چې د کندز د حلقوي سړک ساتنه کوي. دغه سیمه یو کال مخکي لنډه موده په بشپړه توگه طالبانو نيولې وه. دا لومړی وار وو چې تر ۲۰۰۱م کال وروسته دې طالبانو د کوم ولایت مرکز نیولی وي.
په اصطلاح د داخلي بریدونو له ستونزې سره دواړ افغان او نړیوال ځواکونه مخامخ دي، چې یو پر بل باور او مورال یې تر پوښتنې لاندې راوستې دی.
تر دې دمخه هم په یو شمیر پوستو او پوځي اډو کې ورته پیښې رامنځ ته شوي دي. د کندز د نوې پیښې په هکله لا تر اوسه ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي.
نور مطالب
انځورونه: د دولت پر ضد مظاهرې، له امنتي ځواکونو سره همدردي
په کابل، هرات او غور کې یو شمیر کسانو د افغان دولت پر ضد د طالبانو پر وړاندې د هغه د سیاست له کبله مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ هم اعلان کړ. دغو کسانو امنیتي ځواکونو ته گلان ورکړل.
انځور: DW/H. Hashemiد کونړ ولایت په غازي آباد کې د ۲۱ سرتیرو تر وژل کیدو وروسته په کابل، غور او هرات ولایتونو کې یو شمیر کسانو مظاهرې وکړې او له دولت څخه یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې په قاطعیت سره غبرگون وښيي.
انځور: DW/H. Siratد کابل د مظاهرې ډیر شمیر گډون کوونکي ځوانان ول.
انځور: DW/H. Siratمظاهره کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ له ځان سره یو شمیر شعارونه هم لرل.
انځور: DW/H. Siratدغو مظاهره کوونکو د طالبانو پر ضد یو شمیر شعارونه هم له ځان سره لرل.
انځور: DW/H. Siratیو شمیر ځوانانو په غازي آباد کې د وژل شویو سرتیرو په یاد نیالگي وکړل.
انځور: DW/H. Siratدغه مظاهرې د فیسبوک ټولنیزې انترنتي پانې له لارې رابللې شوې وې.
انځور: DW/H. Siratمظاهره کوونکو په یوه پریکړه لیک کې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې په قاطعیت سره اقدام وکړي.
انځور: DW/H. Siratهغوي همداراز له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د غازي آباد د برید عاملینو ته جزا ورکړي.
انځور: DW/H. Siratپه غور ولایت په مرکز چغچران کې هم یو شمیر کسان سره راټول شوي ول او د غازي آباد د قربانیانو په یاد یې سکوت وکړ.
انځور: DW/H. Hashemiپه هرات ولایت کې هم یو شمیر کسانو لاریون وکړ. هغوی د امنیتي ځواکونو اډې ته ولاړل او له هغوی سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
انځور: DW/H. Hashemiلاریون کوونکو امنیتي ځواکونو ته گلان ورکړل.
انځور: DW/H. Hashemiاعتراض کوونکو وویل چې ولسمشر کرزي په هغه شان چې باید وشي د امنیتي ځواکونو ستاینه نه کوي او د هغوی په خبره طالبان له زندانونو آزادوي.
انځور: DW/H. Siratدغه کسان په دې باور دي چې د امنیتي ځواکونو ستاینه کولای شي چې له دښمنانو سره په جگړه کې هغوی ته روحیته وکړي.
انځور: DW/H. Sirat