په کندز کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي
۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبهد کندوز ولايت ځايي چارواکو خبر ورکړی دی چې د سه شنبې په ناوخته ماښام د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې د طالبانو په برید کې ۱۳ امنیتي عسکر وژل شوي او ډير نور بیا ټپیان دي.
د کندز ولایت د ولایتي شورا غړي صفي الله امیري او امین الله، د آلمان خبري آژانس ته د برید د پخلي ترڅنګ وویل چې په دې پیښه کې اته عسکر او څلور پولیس ټپیان شوي هم دي. د ولایتي شورا دغو غړو همدا راز وویل چې طالبانو درې سرتیري له ځانه سره بیولې دي.
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سې شنبې ناوخته ماښام د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې له څو اړخو برید کړی دی. د دشت ارچې د ولسوال سعد الدین سید په خبره تر برید وروسته جګړه پیل شوې چې ان د چهار شنبې ورځې تر سهاره پورې یې ادامه لرله.
د دشت ارچي ولسوال سعد الدین سید د طالبانو له لوري د وسلو د نیول د پخلي ترڅنګ وویل چې یاده امنیتي پوسته اوس بیرته د حکومتي سرتیرو ترکنترول لاندې ده.
په عین وخت کې د سه شنبې په ورځ په بغلان کې هم د طالبانو په یوه برید کې ډېر پولیس ووژل شول. په دغه برید کې ۱۲پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په کندز ولایت کې وخت ناوخته د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو رپوټونه ورکول کیږي. طالبان هم د دغه ولایت په ځينو سیمو کې پراخ حضور لري او څو ځله یې د ولایت د نیولو هڅې هم کړې دي.
(K.H/N.Z(dpa,dw