1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندهارکي هوايي برید د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل»

۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبه

دغه هوايي برید تیره شپه یوولس بجې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سیمي په «ده سبز» سیمه کي سوی دی. نور جزيات دلته لوستلای سئ:

Afghanistan Dahla Damm Wasserkraftwerk
انځور: Getty Images/AFP/P. Baz

عبدالصمد د یادي کورنۍ د کاکا زوی دی، هغه المان ږغ دویچه ویله ته د ټلیفون پر کرښه وویل، په دې هوايي برید کي ۲ تنه نارینه، ۷ ماشومان او ۳ ښځي وژل سوي دي.

عبدالصمد وويل: « دغه کورنۍ د حاجي بوراکا په نامه مشهوره ده، چي تیره شپه يې په هوايي برید کي د کورنۍ ۱۲ غړي ووژل سول. په وژل سوو کسانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي. طالبان دي موږ سپر نه ګرځوي او حکومت دي زموږ ناره واوري.»

یوه سرچینه بیا چي نه غواړي نوم یې یاد سي وايي، وسله وال طالبان دغه کور ته نژدې راغونډ سوي وو او کوم وخت، چي پر هغوی هوايي برید سوی دی، نو د برید د پياوړتیا له امله پر یادي کورنۍ کوټې نړېدلي دي.

ياده سرچينه وايي: « د برید موخه دغه کور نه ؤ، په نژدې سیمه کي يې وسله وال طالبان په نښه کړي دي، چي د چاودني له زوره پر یادو کسانو د کور کوټې رانړېدلي دي.»

تراوسه په کندهارکي رسمی سرچینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سیمي خلکو د لاریون په ترڅ کي غوښتل دوژل سویو کسانو جسدونه د اعتراض په ډول ولایت مقام مخ ته راوړي خو په لارکي پولیسو ښارته نه دي پرېښي.

داپه داسي حال کي ده، چي له یوې اوونۍ راهیسي یو وار بیا وسله وال طالبان په ارغنداب ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په دې جګړه کي تراوسه د دواړو لورو د مرګ ژوبلي ترڅنګ دوه مهم پلونه هم نړول سوي دي.

د یادو پلونو په نړېدو ډېري کورنۍ په دې شنه یخ په جګړه کي بندي پاتي دي.

ارغنداب له کندهار ښاره ۱۰ کیلو مټره لمر خاته خواته پرته سرسبزه ولسوالي ده.

عام کندهاریان د کندهار د امنیت په اړه سخت اندېښمن دي او په دې اړه په جګړه کي له ښکېلو غاړو غواړي، چي پر دوی زړه وسوځي او د جګړې پرځای د سولي لار غوره کړي.

محمدابراهیم سپېڅلی / کندهار

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (03.04.2018):