1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار ښارکې ديکشنبې په ورځ د غوښې پر پلور بندیز لګول سوی

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

په کندهار کي د طالبانو ادارې ښاروالۍ د هري یکشنبې په ورځ د څارویو پر ذبح کولو او د غوښو پر خرڅولو بندیز لګولی دی. دغه اداره له ښاریانو غواړي، چي په دغه ورځ د غوښو پرځای له سبزیجاتو ګټه واخلي.

غوښي د افغانانو د خوښي وړ خواړه
غوښي د افغانانو د خوښي وړ خواړه انځور: H.LEITNER/Zoonar/picture alliance

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند دویچه ویله ته وویل، دغه ګام يې په ښارکي د سبزیو د خوړولو فرهنګ دودولو او د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه پورته کړی دی. 

هغه زیاته کړه، ددغي پریکړي له مخي هره به یکشنبه په کندهار ښار کي د قصابیو دروازې تړلي وي او هوټلونو او رسټورانټونو ته هم اجازه نه سته چي غوښي پخې او خرڅي کړي. 

اړوند: طالبانو د پسه د خصیې (بېضې) پلور او پخول منع کړل

د ښاغلي څرګند په خبره، یو څه وخت کيږي، چي دغه پرېکړه يې عملي کړې او دوی هره اوونۍ په بېلا بیلو ناحیو کي سرغړونکي پلټي. خو کندهار ښاریان بیا په دې اړه بل ډول نظر لري. 

اړوند: آيا په غوښه او شيدو کې موجود میکروبونه د سرطان لامل کیږي؟

د کندهار يوه اوسیدونکي خلیل احمد څارن دویچه ویله ته وویل: «دا سمه ده، چی د یکشنبې په ورځ د سبزیجاتو خوراک کروندګرو او کرني ته ګټه لري، خو د هري یکشنبې په ورځ د قصابیو تړل او د غوښو نه کارول موږ ته ستونزي راپیدا کړي دي، د بېلګي په ډول یوه ورځ یو مېلمه زموږ کره راغلی ؤ، موږ مجبور سو، چي د خوراک لپاره د غوښو پرځای ترکاري ورته چمتو کړو.»

اړوند: د کومو حيواناتو غوښه تر ټولو زیاته خوړل کيږي؟

هغه همدارنګه وویل چې په هوټلونو او رسټورانونو کي د غوښو پر خرڅولو بندیز د مسافرانو لپاره هم یوه ستونزه ده او په کار ده چي په دې برخه کي استثناوې په پام کي ونیول سي. دا په

داسي حال کي ده، چي څه موده ترمخه طالبانو په هرات ولایت کي د پسه د بيضې پر خوړلو هم بندیز لګولی ؤ، چي یادي موضوع هم له ځان سره ډېر غبرګونونه درلودل. 
ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف څخه : 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب