په کندهار کي د توليدي موادو نندارتون
۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبهد کندهار د صنتکارانو ټولني مشر حاجي باريداد صادق وايي، له دې نندارتون څخه يې موخه دا وه، چي خلګ د دوى له توليداتو څخه خبر او نور هم د دوى کار و بار ښه وده وکړي.
د نوموړي په خبره دوى هڅه کوي، چي په راتلونکي کي يو بل دا ډول نندارتون هم پرانيزي، چي د ټولي حوزې او لوى کندهار صنعتي او لاسي توکي پکښې کورنيو او باندنيو نندارچيانو ته وړاندي او له دي لاري خلګو ته وښيي، چي په کندهار کي د جګړو او چاودنو ترڅنګ صنعت هم تر ډېره وده کړې ده:
«موږ له دولت او ا ړوندو څانګو څخه هيله کوو، چي په دې لار کي زموږ لاسنيوى وکړي، ترڅو موږ خپل کندهاري توليدات نه يوازي د افغانستان، بلکي د نړۍ خلګو ته وښييو.»
د يوې غير دولتي ښځينه ټولني مشره عاليه وايي په دې موخه يې په دغه نندارتون کي د خپلي ټولني له خوا جوړي سوي خوراکي او غير خوراکي توکي نندارې ته وړاندي کړي دي، چي يو مناسب بازار ورته پيدا او له دې لاري ډيرى بې روزګارو مېرمنو ته د کار زمينه چمتو سي.
د دې په خبره له دوى سره تر ديرش تنو زياتي بې وزلي مېرمني لاسي توليدات لري او په خبره يې که وړ بازار ورته پيداسي نو دوى کولاى سي، چي خپل توليدات زيات کړي:
«که موږ ته بازار پيدا سي، دا به ښه خبره وي، ځکه موږ د انګورو سرکه، د الوبالو او الوچې د مرباوو ترڅنګ په کندهار کي جوړي سوي غالۍ، کندهارۍ غاړي، د مريو کارونه او داسي نور توکي راوړي دي. زموږ سره تر پنځه ديرش زياتي بې وزله مېرمني کار کوي، که زموږ کارونو ته منظم بازار پيدا سي، نو موږ به نوري مېرمني هم په کار وګماروو او د ډېرو کورنيو اقتصادي ژوند به ښه سي.»
د دغه نندارتون يو بل ګډونوال هم ورته خبره کوي او وايي دا ډول نندارتونونه بايد دوام ولري، چي خلګ او خپله صنعتکاران د يو و بل له توليداتو څخه خبره سي. د هغه په خبره، په دې نندارتون کې يې داسي څه ليدلي دي،چي فکر يې نه کاوه په کندهار کي دي جوړيږي:
«دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور دي. تاسې وګورئ موږ دې نندارتون ته د چرګي چيچان، هګۍ او کبان راوړي دي، دا ټول شيان ترمخه له پاکستان څخه راوړل کېده، اوس دلته په کندهار کي توليديږي، چي ترمخه ډېر کم خلګ په خبر وو، د دې نندارتون په برکت د عامو خلګو ترڅنګ نور سوداګر هم په خبر سول او ډېرو کسانو راته وويل، چي دوى غواړي له زموږ سره قرارداد وکړي.»
اوسمهال په کندهار صنعتي پارک کي تر سلو زياتي فابرېکي او پردې سربيره د وچي او لندې مېوې ځايونه سته، چي د سوداګرو په وينا د دوى له پاره که د برېښنا ستونزه حل سي ، نو کار وبار به يې نور هم پراخ سي او د ډيرو کسانو په کار ګومارلولو سره به يې د امنيت په راوستلو کي هم لويه مرسته کړې وي.