1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کندهار کي د سړک غاړي ماین چاودنو ۱۵ ملکيان وژلي

۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعه

د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي ویاند ويلي دي چي په بولدک ولسوالۍ کي د دوو ماين چاودنو په پايله کي ۱۵ ملکيان وژل سوي او ۴ ټپيان سوي دي. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري هيچا نه دی منلی.

Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل چي د جمعې په ورځ تر غرمې مخکي د سپين بولدک ولسوالۍ د لوی کارېز په سيمه کي د سړک د غاړي ماین چاودنه کي د یوې کورنۍ ۵ نارینه، ۵ ښځي او ۳ ماشومان وژل سوي دي.

په یاده سیمه کي یوه بله چاودنه بیا د ملکي وګړو پر مازدا موټر له غرمې وروسته سوې ده، چي ۲ ملکيان يې وژلي او ۳ ټپیان دي.

بارکزي د دواړو چاودنو مسئولیت پر وسله والو طالبانو واچاوه، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کی د کندهار ځينو ولسوالیو ته غزیدلي لاري وسله والو طالبانو په ماینونو پوښلي دي او د شپې له خوا يې پر امنیتي پوستو بریدونه زیات کړي دي.

عام خلک او د بشري حقونو پلویان د ملکي وګړو وژنه غندي او له دواړو غاړو غواړي چي د ولس د سر او مال ساتني ته دي پاملرنه زیاته سي.

 

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل