په دې وروستیو کي د کندهار ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ارغنداب کي لا د ماښام له اذان وروسته مخابراتي شبکې د سهار تر ۵ بجو پوري بندیږي.
انځور: AP
اعلان
که څه هم په کندهار کي د مخابراتو ریاست مسؤلین او د خصوصي مخابراتي څانګو مسؤلین په دې اړه له رسنیو سره خبري نه کوي، خو د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد یوسف یونسي بیا دویچه ویله ته وويل چي، د ده د معلوماتو له مخي وسله والو طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی دی، چي د شپې لخوا دي خپل فعالیت په ولسوالیو کي یو مخ ودروي: «له سپين بولدک ولسوالۍ څخه ماسوا، نور په ټولو ولسوالیو کي د شپې لخوا مخابراتي شبکې د وسله والو طالبانو په غوښتنه کار نه کوي.»
دی وايي، په دې اړه د بیلا بیلو ولسوالیو خلک ورته راغلي او دا شکایتونه کوي، چي «د شپې یې له دوستانو، خپلوانو او اولادونو سره تلیفوني تماس قطع وي، د شپې له اړخه د یو اوبل له حاله نه خبرېدو ډېر اندېښمن کړي او ان ځینو ته يې روحي تشویشونه پیداکړي دي».
نن د کندهار په پريس کلب کي د بیلا بیلو ولسوالیو تر سلو زیات کسان راټول سوي او په دې وروستیو کي د کندهار په اکثرو ولسوالیو کي د مخابراتي شبکو، د ځینو ولسوالیو او روزګان ولایت سره د لویو لاري پر بندیدو د اعتراض ږغ پورته کړ.
په دې راټول سویو مدني فعالان، سپين ږیرو او عامو خلکو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چي د جګړې او بندیزونو دروند بار د ولس له اوږو پورته کړي.
د دوی شکايت داوو چي، د شپې یوه ناروغي یا کوم بله ستونزه ورته پېښه سي، نو هیڅوک یې له حاله نه خبریږي او اړ دي چي تر سهاره انتظار وکړي: «موږ د ولسوالیو اوسیدونکي په یو داسي حالت کي ژوند کوو، چي د زغمولو نه دی، مخابراتي شبکې، لويي لاري، روغتیايي کلینکونه او نوري اسانتیاوي راباندي تړلي دي.
له یوې خوا زموږ د باغونو او کروندو د حاصلاتو وخت دی او له بلي خوا موږ قلف یو، نو ... څه درته ووایو!»
د کندهار په ۱۶ ولسوالیو کي د مخابراتي شبکو له بندښت سره په اکثرو ولسوالیو کي پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه هم زیات سوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل همدا تیره شپه وسله والو طالبانو د معروف او شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر ځينو امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه کړي دي چي ۲۲ وسله وال پکښي وژل سوي او ۱۵ ټپیان دي.
د بشري حقونو فعالان بیا وايي، په هره جګړه کي ډېر تاوان عام ولس ته رسیږي.
د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو د خونديتوب د څانګي مشر نعمت الله حسني وايي، د روان کال د اسد میاشتي په اوږدو کي د مخامخ جګړو او ماین چاودنو له امله ۹۷ ملکي کسان وژل سوي او ۹۴ نور ټپيان دي.
د ده په خبره په یاده میاشت کي ۸۹ ماین چاودني سوي، چي ډیر تلفات عام ولس ته رسیدلي دي.
محمد ابراهیم سپېڅلی/ کندهار
زموږ له آرشیف څخه:
څه شی انتخابوي: خواړه که انترنيټ؟
د افریقا په لویه وچه کې د انترنيټ پکیجونه یا خدمات په بیلا بیلو بیو او مقدراونو کې تر لاسه کیدای شي. خو زیاتره وخت بې وزله کسان اغیرمن کیږي. نو که د خوړو او انترنيټ تر منځ انتخاب وي، کومه غوره کوئ؟
انځور: Reuters/T. Mukoya
که ډیرې پیسې و نه لرئ خواړه انتخابوئ که انترنيټ؟
د افریقا لوی وچې په بیلا بیلو هیوادونو کې د تیلفونونو او انټرنټ د تر لاسه کولو له پاره مختلف پیکجونه شته. د ټولنې شتمنه برخه او کاروباري خلک ښایي میاشتني قراردادونه ولري او انترنيټ ته نامحدود لاس رسی ولري. خو د ټولنې د بې وزله قشر له پاره انترنيټ ګران بیه لګښت دی او برعکس یي توان نه لري.
انځور: Reuters/T. Mukoya
په کینیا کې د بیې پرتله
په کینیا کې یو امریکایي ډالر د شا او خوا ۱۰۰ شیلنګه معادل دی. په دغو پیسو سړی کولای شي تر دوه کیلوګرامه د جوارو وړه رانیسي. خو په دغو پیسو سړی کولی شي چې ۱۳۰ ام بي، انترنيټ تر لاسه کړي. نو څه شی غوره کوي، خواړه که انترنيټ؟
انځور: DW/A. Kiti
رواندا
په رواندا کې یو ډالر بیا شا او خوا ۸۵۵ فرانکه کیږي. په یوه ډالر او یا ۱۰۰۰ فرانکه سړی کولای شي چې د یوې اوونې له پاره ۵۰۰ ام بي او یا د یوې میاشتې له پاره ۳۰۰ ام بي، انترنيټ رانیسي. په همدغو پیسو سړی کولی شي درې کیلوګرامه کچالو رانیسي او یا یوه دلۍ پیاز. ډیر خلک دې ته ترجیح ورکوي چې په کم مقدار کې انترنیټ رانیسي. د ۲۴ ساعتونو له پاره په سل فرانکه ۱۵ ام بي، انترنيټ رانیول کیدای شي.
په ګانا کې بیا یو ډالر د ۵،۵ ګانایي سیدي سره معادل دی. په دې پیسو سړی کولی شي د یوې اوونۍ له پاره ۳۰۰ ام بي، انترنيټ رانیسي. که چیري غواړی یوازې ۶۰ ام بي، انترنيټ رانیسې نو بیه به یې تر دوه سیدي کمه وي، چې سړی په دغو پیسو د دغه هیواد یو قاب مشهور خواړه لکه وریجې او لوبیا رانیولی شي، البته بې له غوښې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Osodi
په سویلي افریقا کې بیا بیې لوړي دي
په نایجیریا او یا هم مصر کې مصرف کوونکي ښایي په دې وتوانیږي چې د یو ډالر په بدل کې ۱ جي بي، انترنيټ تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې په سویلي افریقا کې دغه بیه لس وارې لوړي دي. د بیې لوړیدل د دې سبب شوي دي چې نیمایي نفوس انټرنټ ته لاس رسی و نه لري. دا چې یو څوک وړیا وای فای پیدا کړي، باید له ډیر زیار وګالي.
انځور: DW/Y. Gebre-Egziabher
په نایجیریا کې وضعیت پر ښه کیدو دی
د نایجیریا د مخابراتو کمیسیون په وینا تقریبا ۹۱ میلیونه نایجیریان له انترنيټ څخه استفاده کوي. دغه شمیر د نایجیریا له پنځوس فیصده څخه زیاته برخه جوړوي او په دې سره د انترنيټي خدماتو وړاندي کوونکو شرکتونو ته لوی بازار او قوي رقابت وړاندې کوي. خو په تیرو کلونو کې به نایجیریا کې ډیر څه بدلون موندلی دی. اوس بیې د پخوا په پرتله درې او آن څلور وارې راکمې شوي دي.
انځور: DW/Y. Gebre-Egziabher
قابلي پلو که انټرنټ؟
که څه هم په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د انټرنټ په برخه کې ډیر سهولتونه رامنځ ته شوي، خو د انټرنټ بیې لا هم لوړي دي او کارونکي یې له کیفیته هم شکایت کوي. په افغانستان کې په اوسط ډول ۱ جي بي، انترنيټ شا او خوا ۲۵۰ افغانۍ بیه لري چې د درې نیمو ډالرو معادل کیږي. په دې پیسو د دوو کسانو له پاره قابلي پلو غواړئ او که انترنيټ؟