«په کندهار کي د نجونو پر زمزمو بنديز نه سته»
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهد کندهار د والي وياند صمیم خپلواک نن (پنجشنبه ) د نی یا ازادو رسنیو د ملاتړ په سیمه ایز دفترکي دغه آوازې رد کړې او له ټولو رسنیو په ځانګړي ډول له محلي رسنیو سره همکار، ملاتړي او د بیان ازادۍ ته يې ژمنتيا څرگنده کړه.
د کندهار پر محلي راډيوگانو له تیرو څو کلنو راهیسي عام کندهاریان نيوکي کوي، چي ځیني غیر معیاري موسیقي، د نجونو زمزمې او د ځینو راډیوگانو ځوان کارکوونکي له ښځینه اوریدونکو او کارکوونکو سره په ژوندۍ تفریحي خپرونو کي داسي خبري کوي، چي کندهارۍ ټولنه يې د زغم توان نه لري.
دغه آوازې له هغه وروسته راپورته سوې چي په يوه غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي د قومي مشرانو، سپین ږیرو، فرهنګیانو او مخورو په غوښتنه ددغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته شفاهي ویلي، چي باید د محلي راډیوگانو د خپرونو پرکیفیت د هغوی له مسؤلینو سره مشورې شریکي سي او ګډي غونډي ورسره وسي.
د والي ویاند صمیم خپلواک په خبره له بده مرغه دغه موضوع له یادي غونډي څخه په ناسم ډول وتلې «چي کندهاروالی په سیمه ایزو راډیوگانو کي د نجونو پر زمزمو او چا بیا لیکلي چي د ښځینه سندرغاړو پر سندرو بندیز ولګاوه».
د دغو آوازو له خپرېدو سره په ټولنيزو رسنيو کي خورا چټک منفي او مثبت غبرگونونه وښول سول. په کندهار کي د نی دفتر مسئول عبدالسميع غيرتمل سمدلاسه غبرگون وښود او زياته ئې کړه چي دا د بيان پر آزادۍ باندي يو گذار دی.
د کندهار ښار د شهیدانو چوک یو دوکاندار محمد اسماعیل، هم وايي چي د نجونو زمزمې ستونزي نه سي حل کولای او په کار ده، چي راډیوگاني د خلکو له پاره ښې خپروني ولري: «زه په دوکان کي ټوله ورځ د کار ترڅنگ راډیوگاني اورم، خو یو څو داسي راډیوګاني دي، چي ګرسره په هیڅ نه ارزي خاص پردۍ موسیقي، د نجونو سره مسخرې او د هغو څخه ان شخصي پوښتني کوي، اخر يې ستن واړوم او بله راډیو په ونیسم.»
د راډیو مسؤلین بیا وايي، دوی هره ورځ اداري غونډه لري او په هره غونډه کي خپلو کارکوونکو ته لارښووني کوي او ترڅنگ يې داسی خپروني طرح کړي دي، چي له کندهارۍ ټولني سره سمون لري.
په کندهارکي دامهال ۱۰ اف راډیوګاني، چی څلور يې اسلامي او ۶ يې سندري خپري وي فعالیت لري.