1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کندهار کي د کرونا د مخنيوي له پاره عجيبه پريکړه

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

په کندهار کي د کرونا د مخنيوي کمېټې پريکړه کړې ده چي د ورځي لخوا په ګرځبندیزاو قرنطین وي او د شپې لخوا به ټول ښار پرانیستی وي. خو ولي؟

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي نن سه شنبه (۲۰۲۰م کال د اپريل مياشتي ۴مه) دویچه ویله ته وویل چي د اداري مجلس په غونډه کي چي د والي حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه، د خلکو لخوا د کرونا ويروس د وقایوي تدابیرو د نه عملي کېدو له کبله د کرونا ويروس د مخنيوي ولايتي کمېټې په ښار کي د ټولو اصنافو د وکيلانو په ګډون تر هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وکړه، چي سرله سبا(چهارشنبې) څخه به تر امر ثاني پوري د ورځي لخوا کندهار ښار په بشپړه توګه قرنطين او ګرځبندیز وي؛ خو یوازي به روغتيايي مرکزونه، درملتونونه او نانواياني پرانیستي وي. 

د هغه په خبره نوري پلورنځۍ بيا د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پوري خپلو کارونو ته ادامه ورکولاي سي او ښاريان کولاي سي په ذکر سوي وخت کي د خپلو اړتياوو پوره کولو له پاره بازار ته ولاړ او سودا وکړي.

د کندهار دوالي د ویاند په خبره، باید ټول سودا پلورونکي او رانیوونکي ماسک او دستکلې په لاس کړي او بازار ته د راوتلو پر مهال لازمه ده، چي په یو موټر کي د موټر چلوونکي په شمول تر څلور تنه اضافه سپرلی موجودي نه وي.

د یادي اعلاميې په خپريدو سره کندهارښاریان، روڼ اندي او قلموال دا یوه ناسنجول سوې پرېکړه ګڼي او د مسخرو په ډول وايي: »کرونا د شپې ویده (!) وي او په چا کارنه لري.«

د کندهار سيمیزې ادارې په دغه ولايت کې نوي محدوديتونه د کرونا ناروغۍ د مثبتو پيښو تر ډيريدو وروسته اعلان کړیانځور: DW/M. Ibrahim

د کندهاریانو په اند، په کار داده، چي ټول ښار د نړۍ د نورو لویو ښارونو غوندي قرنطین او په دې ډول د کرونا د وژونکي ناروغۍ د مثبتو پيښو تعداد راکم کړي.

مختار احمد افغانیار په کندهارکي یو تن مدني فعال او په دې وروستیو کي يې په کندهار ښار کي د کرونا مخنیوي په موخه د خلکو د عامه پوهاوي له پاره کمپاینونه هم شروع کړي دي. هغه وايي، زه نه پوهیږم چي داسي پرېکړي د کوم هدف له پاره کیږي؟

د ده په وینا دکرونا ناروغي شپه او ورځ نه غواړي، هر وخت او هرځای انتقالیدلای او خلک په اخته کیدلای سي.

ځیني عام کندهاریان بیا وايي چي د شپې له خوا ګرځبندیز به غلو او جیب وهونکو ته لار نوره هم هواره کړي او دوی فکر کوي، چي په دغسي خندني قرنطین کي به د غلاوو او نورو جنايي پيښو ګراف لوړ سي.

د کندهار ښار اوسيدونکي وايي په کار داده، چي ټول ښار د نړۍ د نورو لویو ښارونو غوندي قرنطین شيانځور: DW/M. Spesalay

د کندهار د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي نن (سه شنبه) د سبا ورځي د ګرځبندیز او قرنطین په اړه رسنیو ته وویل، د شپې او ورځي بشپړ چمتووالی لري او عامو خلکو ته ډاډ ورکوي، چي هیڅوک به پرېنږدي، چي د ګرځبندیز، قرنطین او نورو ټاکل سویو اصولو څخه پښه واړوي.

اطرافي له خلکو هم غواړي، چي د ځان او ټولني څخه د کرونا د محوه کیدو په موخه له پولیسو سره په رښتیا همکاري وکړي او کومه ستونزه وي، نو سمدستي دي نژدې پولیس خبروي: »موږ د خپلو مقاماتو د هدایت پر اساس د خپلو خلکو د ژوند ساتلو په هدف هر ډول قربانۍ ته د پخوا په ډول چمتو یو او هیڅوک به نه پرېنږدو، چي قرنطین، ګرځبندیز او نور ټاکل سوي اصول مات کړي او که چیر داسي وکړي، نو سخته سزا به وویني.«

په کندهار کي وروسته له هغه د کرونا د مخنیوي کمیټه د ورځي له خوا پر ګرځیدو بندیز لګوي، چي په دغه ولایت کي د کرونا د مثبتو پيښو ګراف په چټکۍ لوړي خواته روان دی او په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۵ مثبت پيښي ثبت سوي دي، چي په دې سره په ټول کندهار کي د کرونا ناروغۍ د مثبت پيښو تعداد ۹۰ ته ورسیدی.

محمد ابراهيم سپيڅلی

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب