1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کي غلچکي برید دوې پولیسي وژلي دي

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

د کندهار ښار په زړه کي په سپينه ورځ پر عام سړک دوې پوليسي ويشتل سوي او وژل سوي دي. وژونکي په تېښته بريالي سوي او د بريد مسئوليت تر اوسه پوري هيچا نه دی منلی.

Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

د کندهار د پولیسو ویاند دوهم څارن جمال ناصر بارکزي نن د چهارشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چي دواړي پولیسي روبینه او فرزانه د کندهارښار د لومړۍ حوزې په سردار مددخان چوک کي د ناڅرګندو وسله والو لخوا په مرمیو ویشتل سوي او وژل سوي دي.

بریدګر له سیمی تښتیدلي او پولیس يې د نیولو هڅه کوي.

د ده په خبره دواړو پولیسو په ارغنداب ولسوالۍ کي دنده درلوده او غوښتل يې خپلي دندو ته ولاړی سي، چي ویشتل سوی دي.

تراوسه د مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

دا لومړي وار نه دی چي د کندهار ښار په دغه (لومړۍ ناحيه) کي چي سخت امنيت يې نيول کيږي يعني پر هر کجگر يې د پوليسو تلاښي موجودي دي په غلچي کي بريد کي نامعلوم وسله وال پوليسي وژني.

په ۲۰۱۶م کال کي هم د دغي ناحيې د چوڼۍ په سيمه کي د کندهار د امنيې قوماندانۍ د پاسپورت د څانگي کارمنده فوزيه په سپنه ورځ ووژل سوه.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندي گواښ کړی وو چي د افغانستان پر امنيتي ځواکونو به خپلو بريدونو ته زور ورکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل