1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښي د اندېښنې وړ دي

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

د کندهار د ښځو چارو ریاست په انتظار خونه کي د نورو ښځو ترمنځ نرګیسه (مستعار نوم) ناسته ده. د دې سن تر شل کاله زيات نه دی، خو تر څلوېښت کلنو ښځو زړه معلومیږي.

Afghanistan Parlamentswahl | Stimmabgabe in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

پرمخ يې د اوښکو لاري او په پښويې زړې، دوه ځایه په سپین تار ګنډلي شنې پلاسټیکي چپلکي نورهم ددې د غربت، کورني تاوتریخوالي او مظلومیت کیسه کوي.

د دې خاوند له ډېره وخته په نشه روږدی ؤ، خو دې د کلتوري دودونو له امله ږغ نه کاوه.

نرګیسي ته د سپين سري مور ورکړي پیسې به هم خاوند په نشو مصرفولې. هغه د هیروینو معتاد ؤ، خواري يې نه سوای کښلای. له تیر یوه کال راهیسي يې دې ته طلاق ورکړی دی.

«اخر داسي حالت ته راورسیدی، چی زما کالي، چادري او د پښو چپلکي به یې لا راڅخه خرڅولې، ما ږغ نه کاوه. خو اخر يې نه پوهیږم ولي طلاق هم راکړ او له کوره راڅخه ووتی. ما چیغي کړې، چي طلاق مه راکوه، خو ده مي خبره نه اوریده.»

نرګیسه اوس په یو زاړه کور کي له خپلو ۳ اولادونو سره تریخ ژوند تيروي. دا د کندهار د ښځو چارو ریاست ته په کار پسې راغلې ده.

د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقیعه اڅکزۍ وايي چي نرګیسه یوازي نه ده بلکي سږکال له دوی سره د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۲۲۵ قضيې ثبت سوي دي، چي تر۲۰ زیاتي يې د طلاق پيښي دي.

دا وايي، په یادو پيښو کي د قتل، جنسي تیري اوځیني نوري هم شاملي دي: «موږ په روان لمریز کال د ټول ولایت په سطحه له میرمنو سره د تاوتریخوالي ۲۲۵ قضيې ثبت کړي دي، چي په لړ کي ۲۲ د نفقې نه ورکړه، ۳۵ د وهلو ټکولو، ۱۱ د میراث له حق څخه محرومیت، ۱۲ په زوره واده، ۲۰ طلاق، ۳ په کم عمر کي واده، ۲ جنسي تیري او ۳ قتل.»

دا زیاتوي چي د یادو قضيیو ترڅنګ يې همدا سږکال ۳۳۶ نوري قضيې د خپلو حقوقي مشاورینو په مرسته حل کړي دي.

په کندهار کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په دفتر کي د ښځو څانګي مسؤله شګوفه وايي، له دوی سره بیا ( ۱۶۵) د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي قضيې ثبت سوي دي.

په کندهار کي مدني فعال او د بشري حقونو پلوی عبدلخالق کامران په دې اړه اندېښنه ښيي.

دی د ښځو چارو، بشري حقونو او نورو اړوندو بنسټونو څخه هیله کوي چي د کورنیو د عامه پوهاوي له پاره په ښار او ولسوالیو کي پراخ ورکشاپونه او پروګرامونه جوړ کړي.

کامران وايي، ترڅو چي د خلکو د پوهاوي سطحه لوړه نه سي، د کورني تاوتریخوالي دغه لړۍ به روانه وي: «په یو یادوو ورکشاپونو کار نه کیږي، ټولي اړوندي څانګي خپل کارونه په ښار او ولسوالیو کي له ډير ابتدا څخه راشروع کړي او خلک په دې وپوهوي، چي ښځه ستاسو خور، ستاسو مور، ستاسو لور، ستاسو میرمن ده.»

د کندهار د ښځو چارو رئيسه رقیعه اڅکزي وايي، دوی په دې اړه نه یوازي په ښار بلکي په یوشمیر ولسوالیو کي هم د کورني ژوند په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي.

په کندهار کي داسي مهال له ښځو سره د تاوتریخوالي د پيښو پر زیاتوالي روڼ اندي، د بشري اوښځینه حقونو پلویان خواشيني څرګندوي، چي د سه شنبې په ورځ د کندهارښار د پنځمي حوزې په مربوبوطاتو کي په یوه زړه کنډواله کي پولیسو د ۲ میرمنو جسدونه پیداکړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمالناصر بارکزی وايي، د یوې عمر ۴۵ کاله او د بلي عمر۱۸ کاله دی، چي تراوسه يې د وژولو علت معلوم نه دی، خو پلټني رواني دي.

زرغونه هیله، په سویل لویدیځه حوزه کي د ښځو د حقونو یوه فعاله بیا وايي، په دې اړه يې ان په بیلا بیلو کورنیو کي له ښځو او د کورنیو له مشرانو سره خبري کړي دي، مګر ګټه يې نه ده کړې.

دا ويي، غوره خبره داده، چي د مسجدونو ملا امامان په دې اړه له منبره ږغ پورته کړي: «زموږ ټولنه مذهبي ده، دلته تر ټولو د مسجد د ملا امام خبره ډېر لوی تاثیر لري، د ښځو چارو ریاست، بشري حقونو او په دې اړه نورو بنسټونو ته په کارده، چي دینی عالمان وهڅوي، چي د مسجد له منبره په دې اړه ږغ راپورته کړي او د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي دروازه وتړي.»

د کندهار پوهنتون استاد عبدالجبار کریمي وايي چي که دولت او د ښځو له پاره کارکوونکي ادارې د ښځو او په مجموع کي د کورنیو د اقتصاد او د تعلیم  پیاوړتیا له پاره کار وکړي، نو کیدای سي چي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي ګراف ترډېره راکښته سي.

د استاد په خبره، اوسمهال اکثره کورني جنجالونه د ټیټ اقتصاد او د بېسوادۍ له امله رامنځته کیږي.

ابراهيم سپېڅلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل