1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کندهار کي يوه پوليسه وژل سوې ده

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

په کندهار کي يوه پوليسه په غلچکي بريد کي ويشتل سوې او وژل سوې ده. د بريد مسئوليت هيچا پر غاړه نه دی اخيستی.

Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل چي د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کندهارښار د شپږمي ناحيې په ( ریګي کلاچه) کي یوه پولیسه په غلچکي برید کي ووژله سوه .

د سرچینې په قول، دغه پولیسه لیلا نومیده او په نهمه امنیتي حوزه کي يې دنده درلوده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چي دا کیدای سي جنايي پېښه وي، خو تر اوسه يې قاتلان نه دي نیول سوي او پولیس يې د نیولو په لټه کي دي.

د پيښي د مسؤلیت په اړه تر اوسه پوري چا څه نه دي ویلي. 

عام کندهاریان دغسي غلچکي بریدونو  اندېښمن کړي دي او له دولته غواړي، چي د مخنیوی له پاره يې په رښتیا ګامونه واخلي.

د هغوی په خبره اندېښنې يې ځکه نوري هم ډيري سوي دي چي دغه شان بريدونه نژدې هره ورځ د ښار په منځ کي کيږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل