په کندهار کي ۲۰ لا وراث جسدونه خاورو ته وسپارل سول
۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه![کندهار: ۲۰ لا وارث جسدونه خاورو ته وسپارل شول](https://static.dw.com/image/65167186_800.webp)
د کندهار د ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمري څرګند نن، چهار شنبه ډویچه ویله ته وویل، یاد ټول نارینه جسدونه دي، چي له پروسږکال راهیسي د میرویس حوزوي روغتون په یخچالونو کي د دوی د خپلوانو د موندولو په هیله پراته ول، خو له اوږد انتظار وروسته يې خپلوان ونه موندل سول.
اړوند: د ترکیې او یونان ترمنځ پر پوله بې نوم او نښانه مړي
هغه زیاتوي: «دا ټول جسدونه د اسلامي شریعت له احکامو سره سم کفن او د جنازې مراسم يې ترسره سول او د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي خاورو ته وسپارل سول.»
اړوند: په ترکيه کي د مهاجرو په موندل شوو جسدونو کي يو افغان دی
عام کندهاریان هم د کندهار ښاروالۍ دغه اقدام ستايي او غواړي، چي دغه ډول جسدونه په یوه ځانګړې هدیره کي خاورو ته وسپاري، تر څو که خپلوان يې وغواړي نو ژر يې پیدا کړلای سي.
د ښاروالۍ مسؤلین هم وايي، دغسي لا وارث جسدونه د کندهار ښار د ۱۳ حوزې په مربوطاتو کي خاورو ته سپاري او هر قبر خپله ځانګړې لوحه لري، چي له ورایه ور څخه د جسد عمر او د مړیني ځای او ځیني نوري نښي معلومیږي او په موندولو کي يې اساني پېښوي.
اړوند: په ترکيه کي د مهاجرو په موندل شوو جسدونو کي يو افغان دی
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یو تن ډاکټر د نوم او ږغ نه خپرلو په شرط دویچه ویله ته وویل، په دې کې اکثره جسدونه په ټرافیکي پيښو کي د وژل سويو مسافرو دي، چي دلته کندهار ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره راځي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره موده کې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د مرمزمونو وژنو او همدا راز د هدفي وژنو په اړه هم رپوټونه ورکول کیږي. د رواداري په نوم یو بشري سازمان څه موده وړاندې ويلي ول چې د ۲۰۲۱م کال له اګست نه د ۲۰۲۲م کال تر نومبر پورې په څلورو ولایتونو کې ۵۳۳ کسان په هدفي توګه وژل شوي دي. وژل شوي کسان ملکیان، د پخواني حکومت پوځیان، سلفیان او د «ملي مقاومت جبهي» غړي ښودل شوي دي.
د دغه رپوټ پر اساس، ۳۲۰ کسان په کندهار، ۱۱۳ په پنجشير، ۱۰۰ په ننګرهار او ۱۰۰ نور په سرپل ولایت کې په هدفي توګه د طالبانو او یا هم ناپيژاندو افرادو له خوا وژل شوي دي.
کندهار د هیواد په سویل کي پروت هغه لوی ولایت دی، چي د زابل، روزګان او هلمند ولایتونو سربیره د یو شمیر نورو ولایتونو خلک هم دلته په خوارۍ مزدورۍ پسي راځي او یا هم له دې لاري هرات، کابل او ځینو نورو ولایتونو ته سفر کوي.