په کندهار کې دريو پوليسو خپل همکاران وژلي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سهشنبه![Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar](https://static.dw.com/image/49497322_800.webp)
د کندهار په امنیه قومندانۍ کي مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي نن، سه شنبه دویچه ویله ته وویل چې تیره شپه د معروف ولسوالۍ د اتغړي په سیمه کي د ملي پولیسو په کنډک کي ۳ نفوذي پولیسو پر خپلو ملګرو د کلاشنکوف فايرونه کړي دي. د نوموړي په خبره په دې بريد کې ۵ پولیسو وژل سوی او ۸ ټپيان دي.
بارکزی وایي چې په کنډک کي د نورو پولیسو په جوابي برید کي ۲ نفوذي پولیس هم ځای پر ځای وژل سوي او ۱ تن يې له سیمي تښتېدلی دی. هغه زياته کړې چې پولیس د دغه تن د نيولو په لټه کې دی خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي.
يوې بلې امنيتي سرچينې بیا د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، چي په دغه برید کي د کنډک د قومندان منیراحمد نوروزي په ګډون ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په خپره کړې خبرپاڼه کي يې ادعا کړې، چي په دغه نفوذي برید کي د ۴ قومندانانو په ګډون ۱۸ ملي پولیس وژلي دي خو افغان چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په زابل ولایت کي بيا د سړک غاړي ماین چاودني ۸ ملکي وګړي وژلي او ۵ يې ټپيان کړي دي.
د زابل ولایت د میزاني ولسوال وحیدالله حقمل آلمان ږغ ته وویل چې، تیره شپه د یادي ولسوالۍ اړوند مرکز کلات ته پر غزېدلي سړک د ولسي خلکو یو موټر د سړک غاړي پرماین ور برابر سوی دی. په دې چاودنه کي ۸ تنه ملکي وګړي وژل سوي او ۵ ټپیان دي.
د مرکز کلات روغتون مسؤلین وايي، د چاودني په قربانیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي. ددغي پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.
د روژې میاشتي په راتګ سره په کندهار او شاوخوا ولایتونو کي د وسله والو طالبانو بریدونه زیات سوي دي. عام خلک له دولته غواړي، چي د ناامنیو د مخنیوي له پاره دي مسلکي کسان په دندو وګوماري، ترڅو امنیت مهار کړي.
محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار