تروريزم
په کندرهار کې د ناټو پر کتار برید شوی
۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبهاعلان
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چې د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې برید تایید کړی او ویلي يې دی: «برید کوم تلفات نه دي رامنځ کړي.»
ناټو روښانه کړې نه ده چې برید د کوم هیواد سرتیرو پر ضد شوی دی، او یا دا چې د هغوی له ډلې څخه کوم یو یې ټپي شوی دی که نه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي، د برید مسئوليت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې پیښه د دامان ولسوالۍ په ښور اندام سیمه کې رامنځ ته شوې ده.