1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د وينو حمام

۱۳۸۶ بهمن ۲۹, دوشنبه

يو ځان وژونکی په کندهار کې د سپيو د جگړې «سگ جنگي» په ځای کې د خپل ځان سره څه ناڅه اتيا تنه نور هم ووژل.

د چاودنې څخه وروسته د پېښې ځای
د چاودنې څخه وروسته د پېښې ځایانځور: picture-alliance/ dpa

دغه حمله د طالبانو د حکومت د ورانيدلو راهېسې يو د ډيرو خونړيو پېښو څخه شميرل کېږی.

خو طالبانو تر اوسه پورې د دغې ځان وژونکي پېښی، چې هدف يی د مليشوو يو قوماندان وو، مسووليت په غاړه نه دی اخيستی. دغه قوماندان د عبدالحکيم جان په نامه په پېښه کې وژل شوی دی.

په لندن کې د افغانستان متخصص Antonio Giustozzi وايي، چې کيدای شی دغه حمله د عبدالحکيم جان د دښمنانو او رقيبانانو لخوا تر سره شوی وی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب