1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د پولیسو د وژل کیدو په اړه ضد او نقيض خبرونه

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

يوې امنيتي سرچينې ويلي چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر يوې امنیتي پوستې لومړی د موټربم برید او وروسته جګړه سوې ده. په دې پېښه کې د څلورو پوليسو د وژل کيدو خبر هم ور کړل شوی دی.

Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar
انځور: Reutes/I. Sameem

 دغه امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي، دويچه ويله ته ويلي په دې پېښه کي ۴ ملي پولیس وژل سوي او ۸ ټپیان دي.

د کندهار د پولیسو مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزی بیا وايي، په دغه موټربم برید کي یوازي ۷ پولیس سطحي ټپیان سوي دي. نوموړي زياته کړې: »ددې موټربم برید په اړه پولیس ترمخه معلومات درلود، چی لومړی یاد مزدا موټر د پولیسو لخوا ویشتل سوی او وروسته یې چاودنه کړې ده. په دې چاودنه کي ۷ پولیس سرسري ټپیان سوي دي. »

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. د سیمي یو شمیر عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه، چي دیادي ولسوالۍ په لیري کلیو کي يې لاهم ږغ اورېدل سوی دی.

په کندهار او نژدې ولایتونو کي وروسته له هغه وسله والو او غلچکي بریدونو، سړک غاړي چاودنو او ناامنیو زور اخستی دی، چي افغان حکومت طالب بندیانو ازادولو ته ملا تړلې ده.

عام خلک، چي ددغو ناامنیو قربانیان دي، په جګړه کي له ښکېلو غاړو غواړي، چي تر هر څه اول دي د تل پاته اوربند او بیا د بین الافغاني خبرو ژر پيل کیدو ته سره کښېني. افغانان وايي، که جګړه سل کاله هم اوږده سي، نو پای يې سوله ده.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار