1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه وشول

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

د تاوتريخوالي کمولو په دويمه ورځ، کندهاري چارواکو ويلي دي چې وسله والو پر امنيتي ځواکونو باندې بريد کړی دی. د طالبانو وياند ويلي چې دغه بريدونه له توافق څخه تخطي نه ده ځکه چې «عمومي اوربند» نه دی اعلان شوی.

Infografik Karte Afghanistan Anschlag in Kandahar SPA

د امريکا متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ د قسمي اوربند په دويمه ورځ په دوو جلا پېښو کې په کندهار ولايت کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه شوي دي. د کندهار سيميز چارواکي تائيدوي چې وسله والو مخالفينو نن د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۳مه) د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوه کاروان باندې بريد کړی دی. د کندهار د والي وياند، بهير احمدي دويچه ويله ته ويلي: «د نن په يولسو بجو د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چنار په ساحه کې زموږ د امنيتي ځواکونو پر کاروان باندې وسله وال بريد شوی دی، دغه بريد د امنيتي ځواکونو له خوا مهار شوی دی.»
هغه همداراز ويلي دي په ورته وخت په دې ولايت کې چاودنه هم شوې چې د ملي اردو يو موټر يې په نخښه کړی دی. د نوموړي په خبره دواړو بريدونو تلفات نه دي اړولي.

طالبان وايي واړه بريدونه بايد له توافق څخه سرغړونه ونه شمېرل شي.انځور: picture alliance/Photoshot

د جمعې د نيمې شپې يعنې د شنبې ورځې د پيل راهيسې د طالبانو او د متحده آيالاتو د توافق پر اساس د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ پيل شوه چې اووه ورځې به دوام وکړي. د دغه توافق تر عملي کېدو يوازې لږ وروسته په بلخ، پکتيا او روزګان ولايتونو کې د وسله والو اورپکو له خوا بريدونه وشول. د بلخ په زارې ولسوالۍ کې په دغسې يوه پېښه کې د پوځ دوه سرتېري ووژل شول او درې تنه نور ژوبل شول. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغو بریدونو ته په غبرګون کې پر خپله تويترپاڼه ليکلي دي چې د تاوتريخوالي د کمښت توافق د يوه هوکړه ليک د لاسليکولو له پاره د مناسبې فضا د مساعدولو له پاره شوی دی. هغه زياته کړې چې يوازې د ولايتونو مرکزونه، قول اردوګانې، فرقې، غونډونه او د بهرنيو ځواکونو اډې د تاوتریخوالي کمولو دوره کې شامل دي. هغه دا هم ويلي دي چې د دغو ځايونو پرته د طالبانو هر بريد او ډز بايد تخطي ونه بلل شي، ځکه چې «عمومي اوربند» اعلان شوی نه دی. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د يوه سيميز قوماندان غږيز پيغام هم لاس په لاس کيږي چې خپلو جنګياليو ته يې ويلي دي چې بايد د توافق پر اساس عمل وکړي او دا چې اوربند عمومي نه دی، نو بايد يوازې د بهرنيو ځواکونو پر اډو باندې له بريدونو څخه ډډه وکړي.

شکيلا ابراهيم خيل/ ن ص/ا و ا 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب