1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندهار کې یو خبریال وژل شوی

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

یو افغان خبریال د چهارشنبې په ورځ د هغو ټپونو له کبله ومړ چې په کندهار کې د ولسمشر غني د کمپاین په دفتر کې د چاودني له کبله ور اوښتي ول.

Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar
انځور: picture-alliance/dpa/S. Seiam

عبدالحمید هوتکي لومړي افغان خبریال دی چې د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

طالبانو پر دغو ټاکنو باندې د بریدونو ترسره کولو ګواښونه کړي او لا وختي یې په پروان ولایت کې د یوه خونړي برید پړه منلې چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول.

د هیواد تلویزیون مشر صدیق الله خليق، وویل: «زموږ خبریال د سه شنبې په ورځ د غني د کمپاین په دفتر کې د شوې چاودنې له کبله ټپي شو او بیا د سختونو تپونو له کبله ومړ.»

د کندهار د پولیسو په حواله هوتکي سیمې ته نزدې یوه روغتون ته تللی وو چې په چاودنه کې ګیر راغی. په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې. خو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا د دې پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.

تیرکال په افغانستان کې ۱۳ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او په دې ترتیب دغه هیواد په نړۍ کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناکه وو. تیر کال یوازې په یوې ورځ کې نهو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(ms/nz (reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل