په کنړ کې د اوبو کانال جوړیږي
۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعهد ځایي چارواکو په خبره دغه کانال به په سوونو کیلومتره اوږدوالی ولري او د څوکۍ ولسوالې څخه به تر ننگرهار پورې وغځیږي. چارواکي وایي چې له دې کار سره به په زرونه جریبه للمي ځمکه خړوبه او د ختیځو سیمو د بریښنا ستونزه به حل شي.
د کنړ ولایت د اوبو رسولو د ادارې رئیس رشیدالله زلمی، وایي چې د «توسي آب» په نوم یوه ایراني شرکت د کانال سروې کړې ده او ډیر ژر به ئې نورو شرکتونو ته د کار سپارنې بهیر پیل کړي. د کونړ له سیند څخه د بیلیدونکي نوموړې کانال سروې شاوخوا یو کال وخت ونیولی دﺉ.
ښاغلى زلمى وايي چې د ۴۱۰ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت د کانال دا پروژه د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت له خوا پلې کیږي. هغه په دې اړه المان غږ ته وایي: «دغه کانال چې د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالې د بابړو د سیمي څخه پیلیږي تر گمبیري ډاگه ۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري او ورباندې ۴۱۰ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راځي.»
ښاغلی زلمی وایي چې ولسي خلکو له افغان حکومت سره د دې پروژې د پلې کولو په برخه کې د مرسته کولو وعده کړې ده.
محلې اوسیدونکي د دې پروژې له پلې کیدو څخه ډیر خوښ دي او وایي چې د دې کانال له جوړیدو سره به د هغوی ډیرې ستونې حل شي.
شمع احمدزی/ ننگرهار
کتونکی: سید ریاض